1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسې مرکزي افریقا ته اضافي سرتیري استولي دي

۱۳۹۱ دی ۹, شنبه
https://p.dw.com/p/17B2Q

د مرکزي افریقا په جمهوريت کې د یاغیانو د لا زیات پرمختګ له کبله فرانسې په دغه هیواد کي خپل حضور نور هم ډیر کړی دی. په دې ترڅ کې د فرانسې ۱۵۰ سرتیري دغه ناارامه هیواد ته رسیدلي دي. په پاریس کې د دفاع وزارت ویلي دي چې دغه احتیاطي تدابیر د فرانسوي او اروپايي اتباعو د امنیت په موخه نیول شوي دي.