فرانکفورت د نړۍ د تر ټولو لوې نندارتون کوربه
۱۳۹۰ مهر ۲۲, جمعهکه څه هم د نړۍ په نورو برخو کې هم د کتابونو ډیری نندارتونونه جوړیږي خو د فرانکفورت د کتابونو نندارتون بي ساری دی. ډیری بریتانیاویان او فرانسه ویان په خپلو هیوادونو کې په ترسره کیدونکو نندارتونو کې ونډه نه اخلي خو د فرانکفورت د کتابونو نندارتو ته ځان رسوي.
دا چې د فرانکفورت د کتابونو نندارتون سره دومره مینه ولې شتون لري، د دغې پوښتني ځواب په تاریخ کې پیدا کیدای شي.
لیکل شوي کتابونه د منځیني کلونو څخه را په دیخوا په فرانکفورت کې معامله کیدل. کله چې یوهانس ګوتنبرګ په پیځه لسمي پیړۍ کې د کتابونو د چاپ ماشین د فرانکفورت ښار ته نږدي په ماینز کې اختراع کړ، هغه فرانکفورت ته د خپلو محصولاتو د پلورلو په موخه راغی. آن هغه وخت د اروپا د نورو هیوادونه څخه د کتابونو تجاران فرانکفورت ته راتلل ترڅو کتابونه راونیسي.
د ځینو دلایلو له وجې بیا په اتلسمی پیړۍ کې د فرانکفورت د کتابونو نندارتونونه او ډیری پلورنځایونه وتړل شول خو په ۱۹۴۹ کال کې د آلمان د کتاب پلورونکو او چاپوونکو انجمن پریکړه وکړه چې په فرانکفورت کې یو ځل بیا د کتابونو نندارتو پرانیزي.
دغه نندارتون په کم وخت کې ډیره وده وکړه. په ۱۹۶۴ کال کې د دغه نندارتو د په لاره اچولو په موخه یو ځانګړې کمپنۍ جوړه شوه ترڅو د فرانکفورت د کتابونو نندارتون ته یوه نړیواله بڼه ورکړي. د فرانکفورت د کتابونو په نندارتون کې نه یوازې د اروپا څخه بلکه د ټولې نړۍ څخه کتاب چاپوونکو او لیکونکو ونډه اخیستله.
اوس د فرانکفورت د کتابونو په نندارتون کې هر کال د ۷۰۰۰ څخه ډیرې کمپنۍ د نړی له ۱۰۰ هیوادونو څخه ګډون کوي. د فرانکفورت د نندارتون د بریاليتوب یو لامل د دغه نندارتونو د جوړونکو ښه مدیریت دی چې هڅه کوي ځان د ادب په برخې کې د نوښتونو سره عیار کړي.
د فرانکفورت د کتابونو نندارتون هر کال پر یوي خاصي موضوع ډیر ټینګار کوي چې سږ کال یې دغه موضوع د کتابونو الکترونیکي کیدل ټالکي ده.
اوس مهال د دغه نندارتون تر ټولو لویه ستونزه د کافي پیریدونکو نه شتون دی چې جوړونکې یې د له منځه وړلو په هڅه کې دي.
دویچه ویله/ مسعود جهش
کتونکی: نسیم صابر