1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«فضل الله وحيدي په خيبر پښتونخوا کي آزاد سوی دئ»

انترفکس/ زيارمل۱۳۹۴ اسفند ۷, جمعه

د کونړ او هرات پخوانی والی فضل الله وحيدي چي څو اوونۍ دمخه په اسلام آباد کي تښتول سوی وو، په خيبر پښتونخوا کي آزاد سوی دئ. افغان او پاکستاني چارواکو د هغه آزادي تائيد کړې، خو له جزئياتو څخه ئې ډډه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1I2di
انځور: Getty Images/AFP/J. MacDougall

په پيښور کي د افغانستان کونسلگرۍ رسنيو ته ويلي دي چي د کونړ او هرات پخوانی والي فضل الله وحيدي چي درې اونۍ دمخه په اسلام آباد کي نامعلومو وسله والو تښتولو وو، د پنجشنبې په ماښام دوی ته سپارل سوی دئ.

کونسلگرۍ ويلي دي چي وحيدي د پاکستان امنيتي ځواکونو دوی ته سپارلی دئ.

پاکستاني چارواکو ويلي دي چي د افغانستان پخوانی والي وحيدي، په خيبر پښتونخوا کي آزاد سوی دئ. خو دا نه دي ويل سوي چي چا تښتولی وو او څرنگه بيرته آزاد سو.

د کونړ او هرات ولايتونو پخوانی والي سيد فضل الله وحيدي د روان کال د فيبرورۍ مياشتي پر ۱۲ نېټه د اسلام آباد په يوه امنيتي سيمه کي نامعلومو کسانو تښتولی وو.

د وحيدي تر تښتولو وروسته د هغه لمسي په پاکستان کي پوليسو ته ويلي ول چي نېکه ئې بريتانيا ته د وېزې تر لاسه کولو له پاره راغلی وو.

د دغي تښتوني مسئوليت يوې ډلي هم نه وو منلي او د پاکستان امنيتي چارواکو ويلي ول چي په اړه هيڅ معلومات نه لري، خو د هغه د موندلو له پاره ئې هڅي پيل کړي دي.