1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فعالیتونه او د کډوالو لپاره رضاکارانه فرصتونه

۱۳۹۴ مهر ۱۹, یکشنبه

آلمان ته له رارسیدو وروسته کډوال ‌ډیرو نمګړتیاوو سره مخامخ کیږي خو یوازینی شی چې هغوي یې ډير لري «وخت» دی. دا وخت باید څنګه تیر کړي. له وخت څخه د مثبتې استفادې یوه لاره سپورټ دی.

https://p.dw.com/p/1GmPJ
Bundesliga FC Bayern München Flüchtlinge Kinder Maskottchen Flüchtlingskinder
انځور: picture-alliance/dpa/Kerstin Joensson

په آلمان کې د کډوالو د ملاټر لپاره ډیر ځایي پروګرامونه شته. د دې پروګرامونو ډیر غړي هم پخواني کډوال دي او د کډوالۍ ستونزو څخه په ښه توګه خبر دي نو ځکه کولای شي کډوالو سره مرسته وکړي. د بیلګي په توګه د آلمان د کولن ښار کې د رضاکارانو یوه شبکه کوښښ کوي تر څو د ژباړونکو یو ټیم جوړ کړي. هغوی د هغو بهرنیانو په لټه دي چې کولای شي په آلبانیایي، عربي، صربي، تیګرایي، رومانیایي، روسي او آلماني ژبو خبرې وکړي.

کوم ځای کې سپورټ او لوبه کولای شم؟

که څوک وغواړي سپورټ وکړي نو د آلمان په هر ځای کې د لوبو لپاره امکانات شته. له کرکټ څخه نیولې تر سوک وهنې او د بل هر ډول سپورټ لپاره په آلمان کې کلبونه او اتحاديې شته.

په آلمان کې یو ډیر مشهور سپورټ فوټبال دی. ځینې خلک د کوم کلپ د غړیتوب پرته فوټبال کوي. د آلمان د فدرال حکومت د مهاجرینو او کډوالو وزارت د دې هیواد د فوټبال اتحادیې په مرسته کډوالو لپاره د فوټبال د لوبې کولو زمینه برابره کړې ده. د آلمان د المپیک سپورټونو اتحادیه(DOSB) هم د کډوالو د هڅولو لپاره سپورټي پروګرامونه لري.

خپل اضافي وخت کې څه کولای شم؟

په ډیرو کليو او ښارونو کې د ماشومانو، تنکي ځوانانو او ځوانانو لپاره د موسیقۍ ښوونځي شته. ځینې بنسټونه د کډوالو لپاره ځانګړي پروګرامونه لري. که څوک له لوست سره علاقه لري بیا کولای شي چی له عمومي کتابتون څخه کتابونه په پور لاس ته راوړي.

په آلمان کې ځینو پوهنتونونو هم خپلې دروازې د کډوالو پر مخ پرانیستي دي. د دورتموند پوهنتون د کډوالو لپاره د آلمانې ژبې د یادولو بهیر پیل کړی تر څو له یوې خوا کډوال ژبه زده کړي او له بلې خوا خلکو سره پیژند يا آشنايي پیدا کړي.

په برلین کې هڅه کیږي تر څو کډوالو لپاره د وړیا زدکړو زمینه برابره شي.