1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فلسطينيانو، امنيت شورا ته مخ اړولی

دويچه ويله/ عبدالباري حکيم۱۳۹۳ آذر ۲۴, دوشنبه

فلسطينيان غواړي چي د ملگرو ملتو امنيت شورا ته مراجعه وکړي او ترې وغواړي، چې د اسرائيلو اشغال ته خاتمه ورکړي. دا چي دغه اقدام به کومه گټه وکړي که نه، تراوسه لا معلومه نه ده.

https://p.dw.com/p/1E4Gm
انځور: Getty Images

فلسطيني مشرانو تصميم ونيو چې د ملگرو ملتو امنيت شورا ته هغه پريکړه وړاندي کړي، چې د دوو کلونو په موده کې د اسرائيلو د اشغال د پاي ته رسولو غوښتنه پکښې شوې ده.

د فلسطين د آزادۍ بښونکي سازمان (PLO) يو مخکښ استازي، واصل ابويوسف په رام الله کې تر يوې غونډي وروسته وويل چې په دې اړه يوه مسوده به امنيت شورا د چهار شنبه په ورځ وړاندي کړي.

د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزارت تر اوسه پوري د فلسطينيانو د دغه تصميم په هکله کوم دريځ نه دی نيولي. خو د اسرائيلو صدراعظم، بنيامين نيتانياهو وويل، چې له ختيځ بيت المقدس او د اردن د سين د لويديځې غاړې د دوو کلونو په موده کې د اسرائيلو پوځ به ونه ايستل شي.

نيتانياهو وويل، چې په دې سره به د «اسلامي افراطيت» پر مخ د تل ابيب او د بيت المقدس زړه ته دروازه پرانيستله شي. د اسرائيلو حکومت استدال کوي چي يو فلسطيني دولت يواځې د خبرو اترو په نتيجه کې جوړيداي شي.

د رائيو په اتفاق پريکړه؟

تر دې مخکې په امينت شورا کې امريکا متحد ايالات چې د پنځو دايمي غړو له جملې څخه دی او د ويتو حق لري، د هر هغي پريکړي مخالفت کړي چي د اسرائيلو پر ضد طرحه شوي ده.

همدا څه موده دمخه متحدو ايالاتو د اردن هغه وړانديز رد کړ چې د ۲۰۱۶م کال تر نومبر پوري له اشغالي سيمو څخه د اسرائيلو د وتلو غوښتنه کړې وه. خو د متحدو ايالاتو د حکومتي استازو وينا له مخې واشنگتن چمتو دی چې په امنيت شورا کې د يوې انفرادي غوښتني او د څو دولتونو له ملاتړ څخه برخه مني مسوده شوې پريکړې، تر منځ توپير وکړي.

په اروپايي اتحاديه کې د هغو هيوادونو په شمير کي وار په وار ډېرښت راځي چي غواړي يو فلسطيني دولت په رسميت وپيژني. په دې جمله کې د لومړی سويدن وو چې د اوکتوبر مياشتي په پيل کې يې دغسي يو دولت په رسميت وپيژاند.

د بريتانيا، هسپانيا، ايرلند او فرانسې پارلمانونو د يو فلسطيني دولت د رسميت پيژندني له پاره اړوندي پريکړي صادري کړې. د امريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کيري غواړي چي اروپا ته د خپل پلان شوي سفر په ترځ کې په دي موضوع کې د اروپايانو د دريځ په هکله معلومات واخلي.

حماس خپل پوځي زور ښکاره کوي

په دي منځ کې تنده لاري حماس ډلي د خپل د تأسيس د ۲۷ کاليزي په مناسبت يو عسکري رسم گذشت ونيو. په دغو مراسمو کې دغي ډلي يوه بي پيلوته الوتکه والوزوله. د «بيت المقدس پست» ورځپاني د رپوټ له مخې د اسرائيلو جت جنگي الوتکو د دغي بي پيلوته الوتکې عمليات څارل.