1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فلسطينيانو له اسرائيل سره اړيکي پرې کړي دي

۱۳۹۶ تیر ۳۱, شنبه

د بيت المقدس په حرم شريف کې سختو شوو امنيتي تدابيرو د فلسطينيانو د خپلواکمنې ادارې غوسه پارولې ده. په عکس العمل کې دغې ادارې اوس له اسرائيلو سره ټوله ارتباطات قطع کړي دي. په دې ترڅ کې تاوتريخوالی هم اوج ته رسېدلی دی.

https://p.dw.com/p/2h056
Mahmud Abbas
انځور: picture-alliance/dpa/Str.

د خپل حکومت له بېړنۍ ناستې وروسته د فلسطينيانو ولسمشر، محمود عباس، وويل دغه ارتباطات به تر هغه وخت بېرته ونه نيول شي، څو د ده په خبره «اشغالي ځواک» اسرائيل د حرم شريف يعنې د الاقصی جومات د غونډۍ په شاوخوا کې امنيتي تدابير نه وي لرې کړي. د دغې خبرې تر شا د فلز کشف کوونکو آلاتو پر سر يوه لانجه ولاړه ده.

اسرائيليانو تېره يکشنبه دغسې آلات د بيت المقدس په زاړه ښار کې نصب کړي ول، وروسته له هغه چې پر دوو پوليسو باندې مرګونی بريد شوی وو.

د دغو فلز کشف کوونکو آلاتو په مرسته اسرائيل د خپلو څرګندونو له مخې غواړي چې د وسلو د راوړلو مخه ونيسي. د ۵۰ کالو څخه لږ عمر لرونکو مسلمانو نارينه وو ته د حرم شريف سيمې ته د ورتګ اجازه نه ورکول کيږي چېرته چې د الاقصی جومات او د نُدبه يا براق دېوال ولاړ دي چې مسلمانانو او يهوديانو ته سپېڅلي ځايونه دي.دواړو خواو ته مړي

د جمعې تر لمانځه وروسته په احتجاجونو کې د بيت المقدس په ختيځ او په څېرمه ابو ديس ښار کې درې فلسطينيان وژل شوي ول. ويل کيږي چې په لسګونو کسان ژوبل شوي هم دي. د حرم شريف په سيمه کې هم د اسرائيلي ځواکونو او فلسطينيانو تر منځ نښتې شوې دي.

د ماښام په موده کې پر اسرائيليانو باندې د يوه بل تر سره شوي بريد خبر ورکړل شو. له مخې يې يو بريدګر په رم الله کې د يهودانو د نېوې زوف په نوم استوګنځي ته ننوتلی او هلته يې د پوځ د خبرتيا له مخې درې تنه ملکيان په چاړه وژلي دي. بريدکوونکی بيا په ډزو وژل شوی دی. د هغه د هويت په هکله پوځ نور څه نه دي ويلي.«ډېر خطرناک حالت»

د ترينګلې وضعې له کبله د فلسطينيانو ولسمشر عباس مستقيماً، د امريکا متحده آيالاتو ته مراجعه کړې ده. دغه خبر د وفا په نوم د فلسطينيانو خبري اژانس ورکړی دی، چې په حواله يې عباس له جارېد کوشنر، يعنې د ولسمشر دونالد ترمپ له مشاور او زوم سره په خبرو کې ويلي دي چې وضع «ډېره خطرناکه ده چې کېدای شي له کنتروله ووځي».

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت د آلمان پر اتباعو باندې غږ کړی دی چې د بيت المقدس له زاړه ښار او د دغه ښار د ختيځې برخې له ناحيو څخه دې ډډه وکړي. په خبره يې بايد د زاړه ښار په شاوخوا کې، د کنترول په پوستو او د لويديځ اردن سيمې په لويو ښارونو کې له ډېر احتياط څخه کار واخيستل شي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (26.05.2017):
 

Israel verschärfte Sicherheitsvorkehrungen am Tempelberg in Jerusalem
فلز کشف کوونکي آلات د ستونزي مهم لامل بلل کيږيانځور: picture-alliance/newscom/D. Hill
Jerusalem Tempelberg Unruhen Polizei Protest
احتجاجونه په تاوتريخوالي واوښتلانځور: Reuters/A.Awad