1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فلسطینیان پر اسرائیلو فشار راوړي

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس)۱۳۹۳ اردیبهشت ۱, دوشنبه

فلسطیني مرکچیانو گواښ کړی دی چې که د سولې په خبرو اترو کې پر مختگ رامنځ ته نه شي، نو کیدای شي هغوی د محمود عباس تر مشری لاندی خپله واکمنه اداره منحله کړي او دا کار به اسرائیلو ته ډیر زیات گران تمام شي.

https://p.dw.com/p/1BlbD
انځور: Ahmad Gharabli/AFP/Getty Images

د فلسطینیانو یوه لوړ پوړي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي، ویل کیږي چې د فلسطین د خبرو اترو مشرانو د امریکا متحده ایالاتو ځانگړي استازي مارتین اېندیک، ته ویلي دي چې د سولې په خبرو اترو کې د رامنځ ته شوي بن بست په پام کې نیولو سره هغوی دې ته اړ شوي دي چې د اردن د سیند د لویدیځې غاړې مسوولیت بیرته اسرائیلو ته وسپاري.

دغه چارواکي زیاته کړې ده که اسرائیل فلسطیني بندیان آزاد نه کړي او په فلسطیني خاوره کې د کورونو د جوړولو چارې بندې نه کړي، نو هغوی به هم د محمود عباس په مشرۍ د فلسطین خپلواکمنه اداره منحله کړي. دغه چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته د نوم د نه څرگندولو په شرط ویلي دي: «فلسطینیانو اېندیک خبر کړی دی چې که اسرائیل خپل سخت دریځ ته دوام ورکړي نو فلسطین ډیر امکانات لري چې ورڅخه استفادو وکړي.»

دغه چارواکي زیاته کړې ده: «لومړۍ امکان دا دی چې د فلسطین د خپل واکمنې ادارې چارې ملگرو ملتونو ته وسپارل شي چې هغوی د فلسطین د خلکو ساتنه وکړي، دغه سیمه تر اشغال لاندې ده. یا خو بله لار دا ده چې اسرائیل بیرته په دې سیمه کې د هر څه مسوولیت پر غاړه واخلي.»

په ۱۹۹۳ کال کې د اوسلو د تړون له مخې د فلسطین خپل واکمنه اداره رامنځ ته شوه چې د خپلو ورځنیو چارو په پر مخ وړلو کې یې یو څه آزادي ترلاسه کړه.

د فلسطین خپلواکمنه اداره ډیر وخت له بودجوي ستونزو سره لاس او گریوان وي او یوازې کولای شي چې د خپلو ملکي کارکوونکو معاش ورکړي. د دغه ادارې ډیر لگښتونه د نړیوالو مرستو له خوا تمویلیږي. خو اوس هم اسرائیل د اردن د سیند پر لویدیځې غاړې باندې ډیر کنترول لري ځکه په ۲۰۰۷ کال کې حماس د غزې په تراړه کې د خپلواکمنې ادارې حاکمیت له منځه ویوړ او له همدې کال راهیسې په دې سیمې کې خپله اداره لري. د محمود عباس ادارې له حماس سره خبرې اترې کړي ترڅو بیرته یوه واحده اداره رامنځ ته کړي، خو تر اوسه پورې په دې اړه کومه نتیجه نه ده ترلاسه شوې.

تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، هڅه کړې وه چې د فلسطین او اسرائیلو تر منځ د خبرو اترو بهیر بیرته پیل شي، خو دغه لړۍ هغه وخت له ستونزو سره مخامخ شوه چې اسرائیلو د یو شمیر فلسطیني بندیانو له خوشي کولو او د کورونو د جوړولو د چارو له درولو څخه ډډه وکړه.

د اسرائیلو مخکښ مبصر ناهوم بارنیا، خبرداری ورکړی دی چې که چیرې فلسطینیان خپل دغه گواښ په عمل کې پیاده کړي، نو دا به اسرائیلو ته د ډیرو سختو تاوانونو د رسیدو په معنی وي. معنی دا چې فلسطینیان به خپل پولیس هم منحله کړي او بیا به اسرائیل مجبوره وي چې د هغوی دنده پر غاړه واخلي. بارنیا زیاته کړې ده: «فلسطینیان له خپل وروستي امکان څخه استفاده کوي. که هغوی خپل گواښ په عمل کې پیاده کړي نو د فلسطین خپلواکمنه اداره به منحل شي او ټول امنیتي تآسیسات به یې منحل شي.»

له بلې خوا د اسرائیلو د اقتصاد وزیر نفتالي بینیت، د فلسطین وروستی گواښ غندلی دی او ویلي یې دي: «که هغه غواړي چې ولاړ شي موږ به یې و نه دروو. تاسو نه شئ کولای چې د اسرائیلو پر سر تومانچه کیږدی او ورسره خبرې اترې وکړئ.»