1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

فنلند: په افغانستان کې برمته شوې فنلندۍ دي ژز آزاده شي

۱۳۹۶ مرداد ۹, دوشنبه

فنلند په می مياشت کي په افغانستان کې د خپلي يوې برمته شوي مېرمني د آزادۍ غوښتنه وکړه. ویل کیږي چې تر دې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې د دې ښځې یوه ویدیو خپره شوې وه چې د مرستې غوښتنه یې کړې وه.

https://p.dw.com/p/2hQwH
Symbolbild - Fahne Finnland
انځور: Getty Images/AFP/M. Kainulainen

د فنلند د بهرنیو چارو وزیر تیمو سویني، په یوه بیانیه کې ویلي دي: «موږ دغه برمته نیوونه او له هغه سره تړلی ظلم او تهدید غندو.»

فنلندي چارواکو له رسنیو څخه غوښتي دي چې د برمته شوې ویدیو خپره نه کړي، او یا هم د پیښې جزئیات بربنډ نه کړي، ځکه په خبره یې دغه کار برمته شوې ښخې ته تاوان رسولی شي، او د هغې د آزادولو هڅې لا مغلقوي.

دغه ۳۷ کلنه ښځه د مې میاشتې پر۲۰مه نیټه په کابل کي تښتول شوې. هغې په افغانستان کې له یوه سويډني مرستندویه سازمان سره کار کاوه. د هغې د برمته کوونې په پیښه کې یوه آلمانۍ ښځه او یو افغان ساتونکی ووژل شول. د فنلند یوې رسنې د جمعې په ورځ رپوټ ورکړ چې پر فیسبوک یې داسې یوه ویدیو لیدلې چې فکر کیږي د برمته شوې ښځې دي وي.

ویل شوي دي چې برمته شوې ښځې په ویدیو کې ویلي دي: «که برمته نیوونکی هغه پیسې چې غوښتې یې دي، ترلاسه نه کړي، نو له ما سره به ډیر بد کار وشي.»

په رپوټ کې راغلي دي چې کیدای شي دغه ښځه د یوه شخص له خوا برمته شوي وي، نه د یوې ډلې، ځکه چې هغې په ویدیو کې د «برمته نیوونکي» یادونه وکړه نه د یوې ډلې.

د فنلند د بهرنیو چارو وزارت او د Operation Mercy مرستندویه سازمان د خپرې شوې ویدیو په اړه نظر نه دی ورکړی. دغه سازمان په مرکزي اسیا، منځني ختیځ او شمالي افریقا کې بشري پروژې پر مخ وړي.