فوتبال: ارجنتاین المان ته ماتې ورکړه
۱۳۹۱ مرداد ۲۶, پنجشنبهاعلان
په یوې دوستانه لوبې کې د ارجنتاین د فوټبال ملي لوبډلې د المان لوبډلې ته ماتې ورکړه. د المان گول ساتونکي په لوبې سور کارت تر لاسه کړ او له همدې کبله له میدانه ووت. په دې ترتیب سره المان له لسو لوبغاړو سره خپلې لوبې ته دوام ورکړ خو د درو گولو په خوړلو او یوه گول په وهلو سره ئې دغه لوبه بایلله.