1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فولادي غونډاری، د پوستکي د تولید ماشین او «احمقانه» تجربه

۱۳۹۰ دی ۳, شنبه

دغه عنوان په لاندیني مضمون کې د درېو واړو موضوع ګانو په اړه دی چې په نامبیا کې یو آسماني غونډاری رالویدلای، په المان کې د پوستکي یو ماشین تولید شوی او په هالنډ کې څیړونکو یو داسې وایروس رامنځته کړی چې خطرناک دی.

https://p.dw.com/p/13Ypu
دغه نوی ویروس ډیر خطرناک او وژونکی دی.
دغه نوی ویروس ډیر خطرناک او وژونکی دی.انځور: Robert-Koch-Institut

د ناميبيا په هېواد کې يو فولادي غونډاری له آسمانه راپرېوتلی دی، چې څېړونکي يې په اړه تحقيقات کوي. دغه غونډاری چې وزن يې شپږ کيلوګرامه اټکل شوی، د نوموړي افريقايي هېواد په شمال ختيځ کې رالوېدلی دی.

د جنايي چارو د انستيتوت مشر پاول لوديک ويلي چې د غونډاري فولادي مواد له هغو توکو سره سمون لري چې د فضايي بېړيو په جوړولو کې په کار لويږي.

د آلمان څېړونکي په دې بريالي شوي دي چې د انسان د پوستکي د توليد يو ماشين جوړ کړي. د دغه انقلابي نوښت اختراع کونکي د آلمان په فراونهوفر انستيتوت کې کار کوي.

له دې لارې رامنځته شوي انساج د کيميايي موادو په تجربو کې استعمالېدای شي، پر حيواناتو باندې د تجربو ځای نيولای شی، او همداراز له هغه چا سره مرسته کوي، چې پوستکی يې سوځېدلی وي. د بېلابېلو علمي څانګو دېرش تنو کارپوهانو درې کاله په دغه ماشين باندې کار کړی و.

په هالنډ کې څېړونکو داسې يو ويروس رامنځته کړی دی چې تر ټولو خطرناک او وژونکی دی. څېړونکي رون فوشير پخپله وويل چې دغه تجربه «احمقانه» وه. نوموړي دغه ويروس د مرغانو د والګي د عامل په اساس جوړ کړی دی.

کارپوهان هغه مهال راوپارېدل کله چې فوشير په مالټا کې د يوې غونډې په ترڅ کې په دې اړه معلومات ورکړل. ټاکل شوې وه چې د تجربې په اړه به جزيات د «ساينس» په نوم مجله کې خپاره شي. خو د دې وېره موجوده ده چې له دغه ډول ويروسونو څخه به ناوړه ګټه واخيستل شي.

آژانسونه/ نسیم صابر
کتونکی: سید ریاض