1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فولکر کاودر: اسلام د المان په ټولنې پورې اړه نه لري

۱۳۹۱ فروردین ۳۱, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/14gsR

په المان کې د اسلامي کنفرانس تر دایریدو لږ مخکې د حکومتي ګوند د ائیتلاف مشر فولکر کاودر، ویلي چې اسلام په المان پورې هیڅ اړه نه لري او د دغه هیواد د کلتور او ارزښتونو یوه برخه نه ده. ده دغه څرګندونې یوې آلماني ورځپاڼې ته کړي دي او په دې ډول ئې د پخواني جمهور رئیس کریستیان وولف هغه خبره رد کړې ده چې ویلي ئې وه چې اسلام د المان د هیواد یو جز بلل کیږي.

خو کاودر زیاتوي چې مسلمانان د الماني ټولنې يوه برخه جوړوي او دوی کولای سي د دغه هیواد د اتباعو په حیث د دې ځای د قوانینو څخه په بشپړ ډول مستفید سي. په برلین کې د پنجشنبې په ورځ د دریم وار له پاره د دولتي او د اسلامي ټولنو استازي سره راټولیږي چې د ښځو او نارینه وو ترمنځ د مساوي حقونو، جبري ودونو او په کورونو کې د زورزیاتي په اړه سلا مشوري وکړي. همدارنګه به په دغه کنفرانس کې د سلافیانو له خوا د قرآن کریم پر ویشلو باندې هم خبري وسي.