1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «اروپایي اردو» د جوړولو وړاندیز

آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۱۸, دوشنبه

د آلمان په سياسي گوندونو کي د یوه اروپايي ځواک د جوړیدو د طرحې پلویان ډیريږي. د آلمان د دفاع وزیري اورزلا فون دیر لاین د بروکسل د دغه وړاندیز ملاتړ کړی دی.

https://p.dw.com/p/1EndK
انځور: picture-alliance/dpa

اروپا یو گډ پولي واحد لري، نو ولې یو گډه اردو یا لښکر و نه لري؟ د اروپا او روسیې تر منځ مخ پر زیاتیدونکي خړپړتيا ته په کتو سره د اروپایي ټولني کمېسیون مشر جان کلاود یونکر د «وېلټ ام زونتاگ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼي سره په یوه مرکه کې د یوه اروپایي ځواک د جوړیدو پلوي کړې ده.

هغه په خپلو خبرو کې ویلي دي چې په دې سره اروپا په ډاډمنه توگه د اروپايي ټولنې د یوه غړي هیواد او یا گاونډي هیواد سولې ته د گواښ په صورت کې یو غبرگون ښوولای شي.

خو د گډ ځواک لرلو طرحه نوې نه ده. تر اوسه پوري د یوه داسې گام په هکله فکر نه کیده، ځکه چې په ځیني هیوادونو کې تر ټولو زیات په بریتانيا کې د هغې په هکله کلک مخالفت موجود وو. خو یونکر د اوکراین کړکیچ په پام کې نیولو سره دغه وړاندیز کړی دی. د یونکر په وینا دغسې یو مشابح وضعیت تر اوسه موجود نه وو.

د لوگسامبورگ دغه سیاستوال په خپلو خبرو کې ویلي دي چې په گډه د اروپا د ځواک جوړول به «روسیې ته هم دا پیغام ورسوي چې موږ د اروپایي ټولني له ارزښتونو څخه د دفاع په برخه کې جدي یو.» خو نوموړي په عین وخت کې پر دې باندي ټینگار کړی دی چې د دغه ځواک جوړول له ناټو سره د کومې سیالۍ رامنځ ته کول نه دي.

یونکر په خپلو څرگندونو کې دې ته هم اشاره کړې ده چې د تولید او تجهیزاتو د رانیولو په برخه کې همکاري ښایي د لوی سپما سبب هم وگرځي.

له گاونډیو هیوادونو سره گډه همکاري

په هر حال دغه وړاندیز د آلمان د ائتلافي حکومت په داخل کې له تائيد سره مخامخ دی. د آلمان د دفاع وزیري اورزلا فون دیر لاین ویلي دي: «۷۰ کاله تر مخه موږ سرسخته دښمنان وو، خو نن ورځ موږ له هالنډیانو سره خپلې وسله والې قواوې په متقابل ډول تر کنترول لاندي راولو.» هغې په خپلو خبرو کې وړاندي ویلي دي چې د اروپایانو په توگه زموږ راتلونکي د یوه گډ اروپايي پوځ رامنځ ته کول ایجابوي.

د آلمان د دفاع وزیري تر هر څه دمخه په لومړي قدم کې غواړي چې د اروپایي هیوادونو له پوځونو سر اړیکي پیاوړي کړي. د بیلگې په توگه هغه غواړي چې د ۲۰۱۶م کال له نیمایي څخه له هالنډ سره همکاري او له پولنډ سره گډ کار پیاوړی شي. په سرحدي سیمو کې د لومړي ځل له پاره د هر گاونډي هیواد تر قوماندې لاندي یو کنډک واوسي.

همداشان د آلمان د پارلمان د بهرنیو چارو د جرگه گۍ مشر نوربېرت روتگېن، هم د یونکر د وړاندیز ملاتړ کړی دی. د مسیحي دیموکرات گوند دغه سیاستوال په خپلو څرگندونو کې ویلي دي چې د یوه اروپایي اردو په هکله د فکر کولو وخت رارسیدلی دی.

اروپایان په ټوله کې د روسیې په پرتله څو برابره ډیر پوځي لگښتونه لري، خو له دې سره هم امنیتي سیاست په پام کې نیولو سره په جلا ډول د هیوادونو د ملي اردو توان د قناعت وړ نه دی.

د ائتلافي شریکانو له لوري تائید

د آلمان سوسیال دیموکرات گوند چې د ائتلافي حکومت شریک دی، هم په دې برخه کې خپل موافقت څرگند کړی دی. د نوموړي گوند د دفاعي چارو سیاستوال هنس پېتر بارتلیس ویلي دي: «په تیرو لسو کلونو کې د اروپا د دفاع له پاره تر سر شوو کارونو لږي لاس ته راوړني لرلي دي. د هغه له پاره یوه نوي تحرک ته اړتیا ده.»

خو کیڼ اړخي بیا د اروپایي ټولنې کمېسیون د مشر د وړاندیز مخالفت کوي. د دغه گوند د دفاعي چارو د سیاست ویاندي کریستینا بوخهولڅ، ویلي دي: «د یونکر وړاندیز روسیې ته متوجه دی. موږ په اروپا کې د یوه عملیاتي اردو او یوه تسلیحاتي سیاست پر ځای یوه سوله ییز بهرني سیاست او بې وسلې کولو ته اړتیا لرو.»