1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فوټبال: آلمان او پرتګال د کوارټر فاینل لوبو ته لار ومونده

۱۳۹۱ خرداد ۲۹, دوشنبه
https://p.dw.com/p/15H3O

د اروپا د فوټبال په اتلولیو کې د آلمان لوبډلې ډنمارک ته ماتې ورکړه او د کوارټر فاینل لوبو ته ئې لاره ومونده. په لومړي سر کې د آلمان لوبډلې یو گول وواهه، خو لږ څه وروسته ډنمارک د گول په وهلو سره دغه لوبه مساوي کړه. خو آلمان بیا پر دې وتوانید چې دویم گول ووهي او دغه لوبه وگټي.

د یکشنبې په ورځ په یوه بله لوبه کې چی د پرتګال او هالند تر منځ تر سره سوه، پرتګال دغه لوبه وگټله. د پرتگال له لوري دواړه گولونه رونالدو ووهل. د هالند لوبډلې یوازې یو گول تر سره کړ. د پرتگال لوبډلې هم د کوراټر فاینل سیالیو ته لار ومونده.