1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فوټبال: افغانستان پاکستان ته ۳:۰ ماتې ورکړه

ميرويس جلالزی۱۳۹۲ مرداد ۲۹, سه‌شنبه

افغانستان د فوټبال د یوې په زړه پوري لوبي کوربه و. دغه لوبه د افغانستان او پاکستان تر منځ په غازې لوبغالي کې تر سره شوه چې افغانستان پاکستان ته درې د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه.

https://p.dw.com/p/19Snk
انځور: MASSOUD HOSSAINI/AFP/Getty Images

افغانستان او پاکستان له څه باندي ۳۶ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د فوټبال ملي سیالي تر سره کړه چې ورته په زرګونو خلکو د نندارې ټکټونه پیرودلي ول. په کابل کې دغه بي سارې سیالي د المپیک د ملي کمیټې او د مخابراتي خدمتونو وړاندي کونکي یوې شخصي شبکې له لوري رابلل شوي وه. دغې لوبې ته د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه خلک د نندارې لپاره راغلي ول. د المپیک د کمیټې د مشرتابه پر وینا چې د پاکستان د فوټبال لوبډله او مربیان لا پخوا کابل ته رارسیدلي او لوبې ته په تمبریناتو بوخت ول.

ويل کيږي چې افغان لوبډلې ته له اروپا څخه هم یو شمیر فوټبالر افغانان د ګډون لپاره د افغان ټیم په ملاتړ را بلل شوي ول چې په کې له فرانسې هیواد څخه د یوه افغان ګول ساتونکي نوم هم اخیستل کیږي. د افغانستان د فوټبال ټیم سرمربي یوسف کارګر نن د تلیفون په کرښه دویچه ویله ته وویل چې دا سیالي له نورو سیالیو سره لوی توپیر لري. ښاغلي کارګر وویل: «دا سیالي د دې له پاره تر سر کیږي چې د کابل او اسلام آباد تر منځ اړیکي سره نږدې شي او هیله لرو چې بیا هم پاکستان مات کړو.»

د کارګر په خبره چې په دې سیالۍ کې ګټل او بایلل د فیفا په رده بندۍ کې د افغانستان د ټیم پر مقام کوم اغیز نه لري.
خو افغانستان له کرکیټ او تکواندو وروسته د فوټبال په برخه کې هم په لنډ وخت کې ښه پرمختګ کړی دی. تیر کال د سویلي ا سیا د فوټبال په سیالیو کې افغانستان له هند وروسته په دوهم مقام کې ودرید. د تمې سره سم افغان لوبډله ښه وځلېده ځکه چې نړیوالې تجربې يې هم حاصلي کړي وې. د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په خپل تاریخ کې درې ځله له پاکستان سره لوبه کړې ده.

د لوبې لیدو ته په سلګونو مینه وال راغلي ول.
د لوبې لیدو ته په سلګونو مینه وال راغلي ول.انځور: MASSOUD HOSSAINI/AFP/Getty Images

د افغانستان او پاکستان تر منځ د فوټبال د لوبو پس منظر

افغانستان د لومړي ځل له پاره په ۱۳۵۵ کال کې د سردار داود خان د واکمنۍ پر مهال د غازي په لوبغالې کې له پاکستان سره ولوبېد چې یو د صفر پر وړاندي يي پاکستان په ګونډو کړی وو. خو د ۲۰۰۵ کال د سویلي اسیا هېوادونو په سیالیو کې پاکستان یو د صفر پر وړاندي افغانستان ته ماتي ورکړي وه. د پاکستان د فوټبال فدراسیون هم تمه ښولې چې دغه راز لوبې به د دوو ګاونډیو هېوادونو د اړیکو په ښه کولو کې ډیر مهم رول ولوبوي.

ټاکل شوې ده چې د را روان عیسوي کال په اپریل کې به افغان ملي ټیم هم د ورته سیالۍ لپاره پاکستان ته ورشي.
افغانستان سږ کال د فوټبال د نړیوال جام فیفا د رده بندۍ په ۱۳۹ مقام کې ځای لري په داسي حال کې چې پاکستان په دغه لړ کې ۱۶۷ ځای کې نيولی دی.