1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فوټبال: د پولنډ او یونان لوبه مساوي شوه، روسیې چک ته ماتې ورکړه

۱۳۹۱ خرداد ۲۰, شنبه
https://p.dw.com/p/15BEx

د ۲۰۱۲م کال د اروپا د فوټبال د اتلولیو په لوبو کې پرون دوه لوبې تر سره شوې. لومړې لوبه د کوربه هیواد پولنډ او یونان تر منځ تر سره شوه او دواړه لوبډلې پر دې وتوانیدې چې یو یو گول ووهي، نو په دې ترتیب لوبه مساوي پاتې شوه. د جمعې د ورځې په دویمه لوبه کې روسیه او د چک جمهوریت یو بل ته مخامخ وو. خو روسیې دغه لوبه د څلورو گولونو په تر سره کولو سره په خپل نوم کړه. د چک لوبډلې یوازی یو گول تر سره کړ.

نن ماښام به د آلمان او پورتگال تر منځ د د اروپا د فوټبال د اتلولیو دریمه لوبه تر سره شي. اوکراین چې د دغه لوبو بل کوربه هیواد دئ د دوشنبې په ورځ به خپله لوبه د سویډن هیواد د لوبډلې سره تر سره کړي. اوس په دې ترتیب د نمرو په جدول کې روسیه درې نمرې، پولنډ او یونان یوه یوه نمره لري.