1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فوټبال: هسپانيې خپله غښتلتيا ښکاره کړه

۱۳۹۵ خرداد ۲۹, شنبه

د ۲۰۱۶ کال د اروپايي جام په سياليو کې د اروپا برحاله اتله لوبډله هسپانيا خورا وځلېده. په ۳:۰ ګولونو سره يې ترکيه ماته کړه چې د لقب د ساتلو خوب ورسره تړلی دی.

https://p.dw.com/p/1J9AH
Frankreich UEFA EURO 2016 Fußball EM Spanien - Türkei
انځور: Reuters/E. Keogh

د «ډي» ډلې په چوکاټ کې هسپانويانو د ترکيې په وړاندې خپله پياوړتيا تثبيته کړه. د ۳:۰ ګولونو په وهلو سره د ۳۵ زرو ننداره کوونکو په حضور کې ترکانو يوازې ۲۵ دقيقې ښه لوبه وکولای شوه. بيا الوارو موراتا (۳۴مه او ۴۸مه دقيقه) او نوليتو (۳۷مه دقيقه) راغلل او په خپلو ګولونو سره يې لوبه خپلې خوا ته کړه.

هسپانيا د ابتدايي لوبو له وروستۍ سيالۍ مخکې آن (له کرويشيا سره) يو په اته فاينل ته وتلې ده. په يو پوينټ تر لاسه کولو سره به په راتلونکې چارشنبه هم دغه هېواد په خپل ګروپ کې تر ټولو مخکښ ځای خپل کړي.

ترکيه ښايي له دوو ماتو خوړلو وروسته نور د مخ ته تللو چانس ونه لري. هسپانويانو له پيله غوښتل چې توپ له لاسه ورنه کړي او له ځانه سره يې وساتي، په داسې حال کې چې ترکانو له ډېرې منډې کولو او بلوسونکي او يرغلګر چلن څخه کار اخيست.ګوره چې په شا نه شې...

د ترکانو مقاومت د موراتا په لومړي ګول سره مات شوی وو چې نوموړي له کابو نيم ساعت لوبې وروسته په خپل سر سره توپ د دروازې په زاويه يا کونج کې ښخ کړ. له دې وروسته د «سرې بلا» په نوم مشهورې شوې د هسپانيې ملي لوبډلې لا زورور چلن خپل کړ. نوليتو يوازې درې دقيقې وروسته له لنډې فاصلې څخه ګول وويشت، چې د ترکانو د دفاعي ضعف څخه يې فايده پورته کړه.

لوبې ته په ځنډ سره ورننوتلی، نوري شاهين، له لوبې وروسته، مايوسه وو، ويې ويل: «له ۰:۲ ګولونو خوړلو بايد وويل شي چې موږ هيڅ چانس نور نه درلود. هسپانيا داسې يوه لوبډله ده چې ورڅخه بايد سړی شا ته پاته نه شي.»

د موراتا د دريم ګول په وهلو سره، چې چمتوکوونکی يې اصلا په اف سايډ کې قرار درلود، نور ترکانو لوبه وبايلله. هسپانيه په دې ترتيب يوازنۍ لوبډله ده چې د اروپايي جام په روانو سياليو کې يې دوه وارې خپله غښتلتيا ښکاره کړې ده.

سربېره پر دې هسپانيا يوازنی داسې هېواد دی چې په يوه لوبه کې يې درې ګولونه کړي وي. هغوی په احصائيو ډول د اروپايي سياليو په ۱۴ پر له پسې لوبو کې ماته نه ده خوړلې او ۷ لوبې پرته له دې چې متقابل ګول وخوري، هم تر سره کړي دي.

Frankreich UEFA EURO 2016 Fußball EM Spanien - Türkei
انځور: Reuters/E. Gaillard