1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فيتل د دوهم وار لپاره نړيوال اتل سو

۱۳۹۰ مهر ۱۷, یکشنبه

د فور مول يو يا د موټرانو سيالي په دوهم ځل آلماني سيباستيان فيتل، و گټل او نړۍ تر ټولو ځوان قهرمان سو. فورمول ون په نړيواله سطحه د موټر زغلولو سيالي ده.

https://p.dw.com/p/12oZN
سيباستيان فيتل
سيباستيان فيتلانځور: dapd

د جاپان په سوزوکا ښار کي په دغه سيالي کي ۲۴ کلن فيټل ته يوازي يوه نمره په کار ول، چي هغه د موټرو د سياليو نړيواله اتلولي وګټي.

 

د فيټل په وړاندي يوازي د انګلستان موټر چلوونکي جينسن بټن کيدای سوای، چي خنډ سوی وای، که څه هم دغه سيالي کي جينسن لومړی ځای تر لاسه کړ او فيتل په دغه سيالي کي دريم سو، خو نړيواله اتلولي يي خپله کړه.

 

ځکه هغه ته يوازي يوه نمبره په کار وه، چي دغه قهرماني خپله کړي.

 

په جاپان کي په دغه سيالي کي، هسپانوي موټر چلوونکي، فرنانډو الانسو دوهم او د آلمان پخواني موټر چلوونکي، ميشايل شومخر، اووم ځای خپل کړای سو.

 

په روان کال کي لا هم څلور سيالۍ پاتي دي، خو د فيتل قهرماني د کوم ګواښ سر نه ده مخامخ.

 

هغه ۳۲۴ نمرې لري او د هغه سيال بټن ۲۱۰ نمرې لري.

 

تر فيټل وړاندي هم يو آلماني موټرچلوونکي، ميشايل شوماخر، په پرلپسي توګه دوه واري د موټرو د زغلولو د سياليو اتل سوی وو. په لومړي ځل هغه په ۱۹۹۴ـ۹۵ کي قهرمانۍ ګټلې وې او بيا په ۲۰۰۵ـ ۲۰۰۶ د دوهم ځل لپاره دوه کاله سر پر سر د دغو سياليو اتلولي ګټلې وه.

 

اژانسونه/ سيدرياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل