1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فيضي:د بحران ډلي د فعاليت د بندېدو خبري کيږي

۱۳۹۱ آبان ۱۴, یکشنبه

افغان حکومت په دغه هيواد کي د بحران نړيوال ډلي د فعاليت پر بنديدو باندي په خپل منځ کي سلا مشورې کوي. د دغي ډلي فعاليت له هغه وروسته تر پوښتني لاندي راغی، چي په يوه راپور کي ئې پر افغان کومت باندي سختي نيوکوي وکړې.

https://p.dw.com/p/16cYF

د افغان ولسمشر حامد کرزي وياند ايمل فيضي د يکشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د نومبر ۴) د المان خبري آژانس(dpa) ته ويلي دي، چي د بحران نړيوالي ډلي په هغو نيوکو کي چي پر افغان حکومت باندي ئې کړي دي، سياسي موخي نغښتي دي.

فيضي په يوه برېښنا ليک کي دغه خبري اژانس ته ليکلي دي، چي کيدای سي د بحران نړيوالي ډلي کارکونکي له افغانستان څخه و ايستل سي.

دغي غير دولتي ډلي چي مرکز ئې په بروکسل کي دئ د روان کال د اکتوبر د مياشتي پر۸ نېټه باندي «افغانستان د ۲۰۱۴ کال انتقال ته ډير اوږد او سخت واټن» تر عنوان لاندي يو رپوټ خپور کړ، چي پکښې ويل سوي ول«دا خطر سته چي د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته ډير ژر افغان حکومت ړنگ سي...» (د دغي ډلي رپوټ)

په دغه راپور کي دغه راز د افغانستان د راتلونکو ټاکنو په اړه هم وړاندوينه سوې وه، چي گويا دغه ټاکني به هم د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو ټاکنو ته ورته وي، چي د دوی په خبره ډيري درغلۍ پکښې وسوې.

د دغه راپور تر خپرېدو وروسته د افغانستان د کورنيو چارو وزارت سم له لاسه غبرگون وښود او له دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره ئې په خبرو کي وويل، چي دا راپور د خلکو تر منځ د بيره پيدا کولو له پاره خپور سوی دئ او له اوسنيو حالاتو سره سر نه خوري.

د دغه وزارت وياند صديق صديقي وويل:«دا خبري چي د دغي ډلي له لوري کيږي بې اساسه دي، او د افغانستان د خلکو له باور سره په ټکر کي دي. دغه خبري هيڅ ريښتنوالي نه لري.» (بشپړ متن)

د بحران نړيوالي ډلي په رپوټ کي دا هم راغلي ول، چي د حامد کرزي حکومت او د دغه هيواد پارلمان د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو له پاره هيڅ جدي اقدام نه دئ کړی.

د دغي ډلي په رپوټ کي د افغانستان د مسايلو کارپوه کانداس رونديوکس، په حواله راغلي دي:«داسي ښکاري چي حامد کرزی د دې پر ځای چي د خپل هيواد د دايمي سياسي ثبات او اعتبار په فکر کي سي، پر خپل قدرت باندي د دايمي پاته کېدو تلاښ کوي.»

د بحران نړيوالي ډلي وياند اندرو سترولاين
د بحران نړيوالي ډلي وياند اندرو سترولاينانځور: ICG

د دغه راپور پر اساس، امکان لري چي افغان ولسمشر حامد کرزی پر واک باندي د پاتېدو له پاره اضطراري حالت اعلان کړي، چي دغه ډول کار به بيا د حکومت د ړنگېدو او کورنۍ جگړې د پيلېدو سبب سي.

خو ولسمشر حامد کرزي دغه ډول ادعاوي رد کړي دي، او ويلي ئې دي، چي افغانستان به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم خپل ثبات وساتي.

هغه په وار وار پر دې باندي هم ټينگار کړی دی، چي د ولسمشرۍ رارواني ټاکني به هرو مرو په ۲۰۱۴ کال کي تر سره سي، او دی به تر خپل وخت اضافه يوه ورځ هم پر خپله چوکۍ پاته نه سي.

بله خوا د افغان حکومت د دغه اقدام په اړه د بحران نړيوالي ډلي وياند اندرو سترولاين، د تويتر له لاري ليکلي دي، «موږ ته تر اوسه پوري د افغان حکومت له خوا کوم رسمي خبر نه دی راکړل سوی.» هغه زياته کړې ده چي په راتلونکې کي به په دې اړه له فيضي سره خبري وکړي.

Afp/dpa/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض