1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فيفا: د انتخاباتي سرغړونو ۳۰۰ پيښي ثبت سوي دي

حسين سيرت۱۳۹۲ اسفند ۲۲, پنجشنبه

فیفا د ټاکنیزو کمپاینونو د لومړۍ میاشتې په اړه رپوټ خپور کړی دي. په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د انتخاباتو پروسه، د نا امنۍ له چلينج او په ټاکنو کې د حکومتي مقاماتو له لاسوهني سره مخامخ ده.

https://p.dw.com/p/1BP8U
انځور: DW

فیفا یا د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ، مسئولین وایي چې په نسبي توگه په ناامنه ولایتونو کي لږ ټاکنیز کمپاینونه تر سره شوي دي، په داسې حال کې چې ټولو کانديدانو دې ته ترجیح ورکړې ده چې سترو ښارونو ته خپله توجه متمرکزه کړي.

د فیفا اجرائیوي ریئس جانداد سپین غر، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د مارچ میاشتي ۱۳) په کابل کې یوې خبري غونډي ته وویل: «د کمپاین پروگرامونه سترو او باامنه ښارونو ته متمرکز ول او په هغو کې د مخالفانو فعالیتونه هم لږ دي. په ځانگړې توگه د کابل، مزار شريف، جلال آباد او هرات ښارونه د سترو کمپاینونو شاهدان ول.»

د ټاکنو دغه څارنیز بنسټ وایي چې کاندیدان په دې توانېدلي نه دي چې په هغو ولايتونو لکه بدخشان، بامیان او دایکندي کې د ژمې د موسم پر خاطر خپل ټاکیز کمپاینونه پيل کړي نه دي. د فیفا د مسئولینو په آند کاندیدان باید وکولای شي چې په ټول افغانستان کې کمپاینونه وکړای شي او په وینا یې دا د ټاکنو په برخه کې یوه ستونزه ده.

فیفا یا د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ، د دلوی میاشتې له ۱۳مې نیټې څخه د حوت میاشتې تر ۱۳مې نیټې پورې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو د کمپاینونو ۱۲۳ غونډي څارلي دي او دغه رپوټونه ښيي چې د گواښونو او له دولتي امکاناتو څخه د سو استفادې په برخه کې د سرغړوني ۲۶ پیښي لیدل شوي دي.

د فیفا د راپور له مخې ولسمشرۍ ته کاندیدانو له خوا د سرغړونو ۳۰۰ پیښي لکه د انځورونو بې ځایه لگول تر سره شوي دي.

د کانديدانو عکسونه
د کانديدانو عکسونهانځور: Reuters

د سپین غر په وینا یو شمیر دولتي مقاماتو د قان بر خلاف په ټاکنیزو کمپاینونو کې حضور درلود: «له دولتي نقیله وسایلو او دولتي امکاناتو څخه سو استفاده، د پوځي منسوبینو حضور، د دولتي مقاماتو حضور چې د قانون له مخې منع دی.»

د فیفا مسئولین وایي د دې له پاره چې پر ټاکنو د خلکو باور زیات شي او کاندیدان هم وکولای شي په لیری پرتو سیمو کې په هوسایي سره خپل کمپاینونه تر سره کړي، باید د ټاکنیزو کمپاینونو امنیت ونیول شي، څو کاندیدان وکولای شي خلکو ته خپل پیغامونه ورسولای شي. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه:

«زموږ غوښتنه دا ده چې امنیتي ارگانونه له یو بل سره د دقیقي همغږۍ له لاري د ټاکنیزو کمپاینونو د دفترونو امنیت ټینگ کړي او داسې د پام وړ اقدامات تر سره کړي چې خلک په کلیو او بانډو کې په ټاکنو کې گډون ته چمتو شي.»

دغه بنسټ پر دې خبره باندي ټینگار کړی دی چې د ښځینه کانديدانو امنیت باید په لومړیتوب کې ځای ولري او هغوی ته باید د کمپاین په برخه پوره امکانات برابر کړل شي.

فیفا همداشان د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه وغوښتل چې د هغو کاندیدانو نومونه، چې د ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې یې سرغړوني کړي دي، رسنیو ته په ډاگه کړي. دغه بنسټ همداشان له نوموړي کمېسیون څخه وغوښتل چې خپلي غونډي په علني توگه تر سره کړي، څو د افغانستان خلک د ټاکنو په کمېسیون کې د روڼوالي په اړه باوري شي.

که څه هم فیفا د ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې د هغو کانديدانو نومونه چې په سرغړونو تورن شوي په ډاگه نه کړل، خو ویې ویل چې دغه نومونه به د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په اختیار کې ورکړي.