1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فيفا: ټاکنيزو شکايتونو ته بايد رسېدگي وسي

حسين سيرت/ مسعود جهش۱۳۹۳ خرداد ۲۷, سه‌شنبه

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) یو تازه خپور شوی رپوټ ښيي چې د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې د افغانانو د گډون کچه لوړه وه، خو درغلي هم پکښې شوي دي، چي له دې جملې څخه د صندوقونو ډکول ول.

https://p.dw.com/p/1CJqK
انځور: DW/H. Hashimi

فیفا د ولسمشریزو ټاکنو پر دویم پړاو باندې د ۹۰۰۰ څارونکو په مرسته، څارنه کړې ده. د دې سازمان استازو ویلي دي چې د ټاکنو د لومړي پړاو درغلۍ په دویم پړاو کې هم تکرار شوي دي.

د فیفا مشر نادر نادري، د سه شنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې ناامني د ټاکنو د شفافیت پر وړاندي لومړۍ لویه ستونزه وه: «د فیفا څارونکو د دوو ډولو گواښونو په اړه رپوټونه ورکړي دي. د گواښونو یوه برخه د وسله والو مخالفینو له خوا وه او بله برخه یې د زورواکانو له خوا په ټاکنیزو مرکزونو کې. ناامنۍ ټول ټال د ۱۷۷ ټاکنیزو مرکزونو د تړل کیدو لامل شوي ده.»

ښاغلي نادري وویل چې په ټاکنیزو درغلیو کې یوه شخص لاس نه لاره او د هغه په خبره له بېلابېلو ولایتونو څخه د دواړو کانديدانو په گټه د تقلب رپوټونه ورکړل شوي دي. هغه د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو پر کمېسیون باندي غږ وکړ چې په خپلواکه توگه عمل وکړي.

فیفا روښانه کړې ده چې د ټاکنو په ورځ د رایو د صندقونو ډکیدل تر ټولو لویه درغلي وه. د دې سازمان د رپوټ له مخې په غور، بامیان، تخار، سمنگان، بغلان، بدخشان، پکتیا، کندهار، لغمان او هرات ولایتونو کې په ۱۱۸ مرکزونو کې د رایو صندقونه په غیر قانوني توگه ډک شوي دي.

د ښځو پر ځای د نارینه وو له خوا د رایو کارول

د فیفا له خوا په خپاره شوي رپوټ کې راغلي دي چې په ۱۱۴ ټاکنیزو محلونو کې نارینه وو د ښځو پر ځای رایې ورکړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د قانون له مخې هیڅ څوک اجازه نه لري چې د یوه بل کس په استازیتوب رایه وکاروي.

نادري وویل: «موږ دغه شان موارد په سرپل، هرات، فاریاب، پکتیا، خوست او غزني ولایتونو کې لیدلي دي.» فیفا همداراز په خپل رپوټ کې ویلي دي چې په ۳۷۷ محلونو کې داسي ماشومانو چې خپل قانوني سن یې نه وو پوره کړی هم رایې وکړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ژمنه کړې ده چې ټول ټاکنیز شکایتونه به څېړي، څو پاکې او ناپاکې رایې سره جلا شي. فیفا د ټاکنزو شکایتونو له کمېسیون څخه غوښتي دي چې د شکایتونو په اړه پریکړي هم په علني توگه وکړي.

په عین حال کې د حقوق پوهانو ټولني هم له ټاکنیزو کمېسیونونو څخه غوښتي دي چې خپلو کارونو ته د قانون له مخې دوام ورکړي. د دې ټولني مرستیال اشرف رسولي، وویل: «که کمېسیون وغواړي چې سم مدیریت وکړي او له خلکو څخه يې پټ نه کړي نو د پایلو د پاڼو له مخې کولای شي چې لومړنۍ پایلې اعلان کړي.» خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي دي چې پایلي به له خپل مهال ویش سره سم اعلان کړي.