1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فټبال: المان فرانسي ته ماته ورکړه

۱۳۹۰ تیر ۱۵, چهارشنبه

د سي شنبي په ورځ د ښځو د فټبال د نړيوال جام د سياليو په ترڅ کي المان فرانسي ته د څلورو ګولونو په وهلو سره ماته ورکړه. په دي ترتيب المان د نړیوال جام اتو غوره تیمونو ته په ښی پایلی سره لاره پیدا کړه

https://p.dw.com/p/11qDQ
د المان او فرانسی لوبه
د المان او فرانسی لوبهانځور: picture alliance/dpa

په المان کي د ښځو د نړيوال جام په لوبو کي المان تر يوي په زړه پوري لوبي وروسته فرانسي ته ماته ورکړه. د المان سربيره د انګلستان، جاپان او فرانسي لوبډلي هم د کوارټر فاينل سياليو ته لاره موندلي ده.

د المان او فرانسي په لوبي کي د فرانسي ګول کيپري ته سور کارت هم ورکړل شو. د المان له اړخه کيرسټن ګاري فريکيس يو، انکا ګرنګس دوه او د لوبي د ختميدو لږ څه د مخه سيليا اوکوينو يو ګول وواهه. فرانسوی لوبډله هم وتوانیده چی په دغي لوبي کي دوه ګوله جوړ کړي. دا د دغه سياليو لومړي لوبه وه چي په کي شپږ ګوله تر سره شول.

د المان او فرانسي تر منځ لوبه د روانو سياليو لومړي لوبه وه چي په کي شپږ ګوله تر سره شول.
د المان او فرانسي تر منځ لوبه د روانو سياليو لومړي لوبه وه چي په کي شپږ ګوله تر سره شول.انځور: picture alliance/dpa

د المان کوربه لوبډله د تير نړيوال جام اتله هم ده، او تر دي د مخه هم نړيوال جام اتله پاتي شوي.

اوس د المان لوبډله کوښښ کوي تر څو په دريم وار دغه اتلولي وګټي. دغه لوبډله به د شنبي په ورځ د وولفسبيرګ په ښار کي د جاپان سره د کوراټر فاينل لوبه تر سره کړي. جاپان د بي ګروپ په لوبه کي د انګلستان څخه د دوه ګولونو په خوړلو سره ماته خوړي وه.

د ګروپ «اي» ګټونکي فرانسه به د ګروپ «بي» د ګټونکي انګلستان سره خپله لوبه د شنبي په ورځ په «ليورکوزن» کي تر سره کړي.

د المان کوربه لوبډله د تير نړيوال جام اتله هم ده، او تر دي د مخه هم نړيوال جام اتله پاتي شوي.
د المان کوربه لوبډله د تير نړيوال جام اتله هم ده، او تر دي د مخه هم نړيوال جام اتله پاتي شوي.انځور: picture alliance/dpa

د سي شنبي په نورو لوبو کي د نيوزي لينډ لوبډلي د ميکسيکو خلاف مساوی پاتی شوه. په دغی لوبی کی دواړه لوبډلي وتوانیدي دوه دوه ګولونه جوړ کړي. دغه دواړه لوبډلي په دي ونه توانيدلي چي کوارټر فاينل ته لار ومومي.

پرون په يوي بلي لوبي کي نايجيريا کاناډا ته د یوه ګول په وهلو سره ماتي ورکړي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکي: مسعود جهش