1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فیسبوک د میلياردونو ډالرو په ارزښت اسهام پلوري

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۵, جمعه

د فیسبوک انترنیتي پاڼه په پلان کي لري چې د می د میاشتي پر ۱۶ نیټه د لومړي ځل له پاره خپل اسهام وپلوري. له دې کار سره به فیسبوک په میلیاردونو ډالر وگـټي.

https://p.dw.com/p/14pQx
انځور: Reuters

د فیسبوک ویب پاڼي چارواکي وایي چې د خپلو اسهامو د پلورلو له لاري به شاوخوا ۱۲ میلیارده ډالر تر لاسه کړي. دا لومړی ځل دﺉ چې فیسبوک خپل اسهام پر عامو خلکو پلوري.

د اسهامو تر پلورلو وروسته به د فیسبوک د ویب پاڼې ارزښت ۹۰ میلیاردو ډالرو ته لوړ شي. فیسبوک اعلان کړی دﺉ چې خپل ۳.۳۳۷ میلیونه اسهام به وپلوري. د فیسبوک د اټکلونو له مخي به هر سهم د ۲۸ او ۳۵ ډالرو تر منځ وپلورل شي. دا د انترنتي ویب پاڼو د اسهامو د پلورلو په تاریخ کې تر ټولو ډیر او قیمتي اسهام دي چې په لومړي ځل پلورل کیږي.

تر دې مخکي د گوگل انترنتي پاڼي په ۲۰۰۴ کال کې د خپلو اسهامو د پلورلو له لاري یوازي ۷.۱ میلیارده ډالر تر لاسه کړې ول. هغه وخت د گوگل ټول ارزښت ۲۳ میلیارده ډالر وو خو اوس د دې انترنتي پاڼي ارزښت ۲۰۰ میلیاردو ډالرو ته لوړ شوی دئ.

رامنځ ته شوي پوښتني

که څه هم تمه کیږي چې پانگوال به د فیسبوک د اسهامو د اخیستلو له پاره د اسهامو د مارکیټونو پر لور ودرومي خو یو شمیر کارپوهانو ته بيا دا پوښتنه ور پيدا سوې ده چي ایا فیسبوک به وشي کولای چې د پخوا په څیر د پرمختگ پر لور روان پاته شي او که نه؟

تیره اونۍ فیسبوک اعلان وکړ چې د ۲۰۱۲ کال په لومړیو درو میاشتو کي ئې عايد راټیټ شوی دئ. کارپوهان وایي چې ښايي دا د دې نښانه وي چې نور نو د فیسبوک د بې باکه پرمختگ دوران پای ته رسیدلی دئ. یو څه چې د انترنتی پاڼو کارپوهان ئې ډیر په اندیښنه کړي دي دا ده چې فیسبوک د گرځنده تیلیفونونو او نورو گرځنده انترنتي وسایلو په برخه کې ډیره گټه نه ده تر لاسه کړې.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض