1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

فیسبوک: له تاوتریخوالي ډک مواد به ارزول کیږي

۱۳۹۶ فروردین ۳۰, چهارشنبه

د امریکا متحده ایالاتو په Cleveland ښار کې په ژوندۍ بڼه د یوه کس د وژنې ویډیو تر خپریدو وروسته، د نړۍ تر ټولو لویې ټولنیزې شبکې، فیسبوک د تشدد لرونکو ویډیوګانو په برخه کې پر خپلې پالیسۍ د تجدید نظر کولو اعلان کړی دی.

https://p.dw.com/p/2bPQM
Facebook Nutzer Symbolbild
انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg

د قتل د پيښې دغه ویډیو پخپله د شکمن قاتل له خوا په ژوندۍ بڼه خپریده او د یکشنبې په ورځ تر دوو ساعتونو پورې د فیسبوک له لارې لیدل کیدله. په دې ویډیو کې لیدل کیده چې یو قاتل یو د پاخه عمر لرونکی انسان د تومانچې په وسیله په ډزو ولي او وژني یې.

تر دغې پيښې وروسته د فیسبوک په اړه داسې شک او تردید زیات شو چې آیا دغه ټولنیزه انټرنټي شبکه په نړیواله کچه پر دې آپ لوډ کیدونکي مواد په سمه توګه ارزوي او که نه؟

فیسبوک د یکشنبې په ورځ د اپریل میاشتې په ۱۶مه نیټه د امریکا په کلیولند ښار کې د رامنځته شوي پيښې په اړه د لومړي ځل له پاره تفصیل وکړ. د فیسبوک په حواله نوموړي قاتل په مجموع کې دری ویډیوګانې په فیسبوک کې اچولې وې.

په لومړي ویډیو کې دغه کس اعلان وکړ چې د یو قتل اراده لري. د فیسبوک شبکه وایې چې هیچا هم د دې ویډیو په هکله ورته شکایت یا راپور نه وو ورکړی. دوه دقیقې وروسته همدغه کس یوه بله ویډیو آپ لوډ کړه، په کوم کې چې هغه د قتل کولو په حال کې لیدل کیږي.

د دغه ویډیو په هکله د فیسبوک د کارونکو له خوا نږدې دوه ساعته وروسته رپوټ ورکول کیږي.

د قتل ویډیو تر خپریدو شاوخوا ۱۱ دقیقې وروسته نوموړي قاتل یو دریمه ویډیو هم آپلوډ کړی وه چې دغه کس په کښې پر خپل جرم اعتراف کوي.

د دغه ویډیو په هکله لږ څه وروسته فیسبوک ته شکایت کیږي. نوموړې شبکه په دې اړه وایې: «موږ د قتل د ویډیو په هکله تر لومړي شکایت درویش دقیقې وروسته او په دې اړه د لومړي ویډیو نه دوه ساعته وروسته د دغه کارونکي اکاونټ بند کړ. موږ پوهیږو چې په دې اړه باید لا زیات بهتره اقدامات وکړو.»

شکمن قاتل په دې ویډیو کې دا هم ویلي وو چې هغه د قمار له امله پوروړی شوی او له خپلې ملګرې سره یې هم مناسبات خراب شوي او ستونزه لري او له ده سره د بی ګناه انسانانو تر وژنې پرته بله هیڅ کومه چاره نه ده پاتې.

ایسوشیټډ پرس خبرې آژانس د دې شکمن قاتل نوم ستیو ستیفنز او عمر ۳۷ کاله ښودلی دی. ویل کیږي چې هغه ۷۴ کلن کس چې ده وواژه رابرټ ګوډوِن نومیږي چې له خپلو لسو اولادونو څخه له یو څو تنو سره یې د ایستر عیسوي اختر تر لمانځلو رووسته د المونیم قطې را ټولولې.

په فیسبوک کې په ژوندۍ بڼه د یوه کس شکمن وژونکی  ستیو ستیفنز
انځور: Reuters

د پولیسو په حواله تر اوسه پورې دوی داسې کوم شواهد نه دي ترلاسه کړي چې له مخې داسې معلوم شي چې دغه کس دې کوم بل قتل هم کړی وي.

چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل چې ۳۷ کلن ستیو ستیفنز، خپل ځان وژلی دی. پولیس د پیښې له رامنځ ته کیدو راهیسې دغه کس پسې ګرځیدل او د هغه په اړه معلومات ورکوونکي ته یې جایزه هم ټاکلې وه.