1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«امریکا د طالبانو د مشرتابه په ځای خبره ده»

سیرت/ فرهمند۱۳۹۲ تیر ۲۱, جمعه

افغان حکومت وایي چې پاکستان په قطر کې د طالبانو د سولې د خبرو په بهیر کې په بشپړه توګه ښکیل دی او دا چې امریکا پوهیږي چې د طالبانو مشرتابه په کوم ځای کې میشته ده نو کولای شي چې هغوی د سولې عالي شورا سره خبرو ته کښینوي.

https://p.dw.com/p/196iX
انځور: picture-alliance/dpa

د افغان ولسمشر ویاندې ایمل فیضي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې په قطر کې د طالبانو د دفتر اړوند ټول اسناد له امریکایانو سره موجود دي. فیضي ادعا کوي چې د دغه دفتر د پرانیستل کیدو نیټه هم پخپله امریکایانو ټاکلې وه.

طالبانو په قطر کې پر خپل دفتر باندې «د افغانستان اسلامي امارت» لوحه او خپل بیرغ ځړولی وو.
طالبانو په قطر کې پر خپل دفتر باندې «د افغانستان اسلامي امارت» لوحه او خپل بیرغ ځړولی وو.انځور: AFP/Getty Images

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي جیمز دوبینز، د پنج شنبې په ورځ د امریکا د سنا به یوې استماعیه غونډه که وویل: «هدف دا نه دی چې موږ خپله د سولې خبرې اترې پر مخ یوسو بلکې هدف د یوه افغاني بهیر پر مخ بیول دي. داسې یو بهیر چې په ترڅ کې یې د یاغیانو او د سولې د عالي شورا تر منځ چې د افغان دولت له خوا جوړه شوې ده خبرې وشي.»

افغان ولسمشر حامد کرزی، په قطر کې د طالبانو د دفتر تر پرانیستل کیدو وروسته، د دغه دفتر د پرانیستل کیدو د څرنګوالي له کبله سخت په غوسه شو. طالبانو په قطر کې پر خپل دفتر باندې «د افغانستان اسلامي امارت» لوحه او خپل بیرغ ځوړلی وو.

افغان حکومت وایي چې امریکا متحده ایالات کولای شي چې له خپل نفوذ څخه په استفاده کولو سره طالبان د افغانستان د سولې عالي شورا له غړو سره خبرو ته اړ کړي. فیضي وویل: «امریکا په دې پوهیږي چې د طالبانو مشرتابه په کوم ځای کې ده. همدا طالبان چې قطر ته ولاړل، له کومې الوتکې څخه یې کار اخیستی وو، او کوم پاسپورتونه او ویزې یې لرلې؟

د رویترز خبري آژانس په حواله جیمز دوبینز ویلي دي چې تمه نه لري چې د افغانستان د سولې خبرې اترې په یوې لنډې موده کې پایلې ولري: «موږ ډاډه نه یو چې دغه خبرې اترې به د راتلونکي کال تر پایه پورې پیل شي. دا واضح خبره ده چې موږ اجازه نه ورکوو چې دغه موضوع موږ له خپلو نورو لومړیتوبونو څخه په شا کړي.»

کابل او واشنگټن اوس به یوه امنیتي تړون کار کوي چې له مخې به یې امریکا تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې اډې ولري.
کابل او واشنگټن اوس به یوه امنیتي تړون کار کوي چې له مخې به یې امریکا تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې اډې ولري.انځور: Reuters

افغان حکومت چې له څو کلونو راهیسې له طالبانو سره د خبرو اترو هڅې کوي، د قطر د دفتر تر پرانیستل کیدو وروسته، له دې کبله چې احساس یې کاوه له دې بهیر څخه بهر پاتې شوی دی، سخت اندیښمن شو.

د افغان ولسمشر ویاند وویل: «پاکستان په دغو کارونو کې [د قطر بهیر] په بشپړه توګه ښکیل دی. که په خلاصه توګه وویل شي، آدرس روښانه دی چې [د سولې خبرې] باید له کوم ځایه پیل شي.»

فیضي زیاته کړه: «موږ باید فکر و نه کړو چې طالبان یوه خپلواکه او خودمختاره ډله ده او خپله مستقله مشرتابه لري. دوی داسې څیرې دي چې د نورو هیوادونو د استخباراتو له لارې د وسیلو په توګه کارول کیږي. طالبان د یوه مستقل عنصر په توګه مطرح نه دي.»

د امنیتي تړون پر سر اختلاف

په قطر کې د طالبانو د دفتر په سر د کابل او واشنګټن تر منځ تر اختلافاتو وروسته، ولسمشر کرزي له امریکا سره د امنیتي تړون پر سر خبرې ودرولې. تر دې وروسته د نیویارک ټایمز ورځپاڼې وویل چې اوس امریکايي چارواکي د «صفر امکان» یا تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو د ایستلو پر امکان هم فکر کوي.

دوبینز وویل چې د «صفر امکان» له بربنډونې سره امریکا غواړي پر افغان حکومت باندې فشار راوړی. هغه زیاته کړه: «زموږ سرتیري به په افغانستان کې یو هوکړې ته تر رسیدو پرته پاتې نه شي. خو موږ ډاډه یو چې زموږ د خبرو اترو احتمالي پایله به دغه شان یوه هوکړه وي.»

ویل کیږي چې اوس طالبانو په قطر خپل دفتر په موقتي ډول تړلی دی.
ویل کیږي چې اوس طالبانو په قطر خپل دفتر په موقتي ډول تړلی دی.انځور: Aref Karimi/AFP/Getty Images

دا په داسې حال کې ده چې ایمل فیضي وايي چې دا هر څه په دې معنی نه دي چې امریکا وشي کولای په خپلو راتلونکو احتمالي اډو کې میشتو ملکي او پوځي کارکوونکو ته مالیاتي معافیت او پرته له ویزې د سفر اجازه وغواړي، خو که «افغانستان د پاکستان له برید سره مخامخ شي بیا ووایي چې دا له پاکستان سره ستاستو خپله او کورنۍ ستونزه ده.»

د ولسمشر کرزي د ویاند په خبره د کابل او واشنګټن تر منځ د لاسلیک شوي ستراتیژیک تړون په نهمې ماده کې راغلي دي چې که افغانستان د یوه بل هیواد له برید سره مخامخ شي نو امریکا د کابل په مشورې د پوځي اقداماتو په ګډون په لازمو اقداماتو لاس پورې کوي.

فیضي وویل: «خو موږ د دې خبرې شاهدان وو چې په تیر یو نیم کال کې کله چې د پاکستان له خوا پر افغانستان باندې د توغندیو بریدونه کیدل او افغانستان په روښانه ډول د پاکستان تر برید لاندې وو، امریکا نه یوازې دا چې په کوم اقدام لاس پورې نه کړ بلکې په دې اړه رپوټ یې رد کړ او په ځینو مواردو کې یې هغه شایعه وبلله.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب