1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ټاکنو د اصلاحاتو کمیسیون په ترکیب کې باید تجدید نظر وشي»

شمس الرحمان ناصر (حسین سیرت)۱۳۹۴ فروردین ۱۷, دوشنبه

فیفا یا د افغانستان د آزاد او عادلانه ټاکنو بنسټ د ټاکنو د اصلاحاتو په هکله د یوې څیړنې پایلې خپرې کړي دي. د دغې څیړنې پایلې ښیې چې د ولسي جرگي اکثره استازي د افغانستان په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو غوښتونکي دي.

https://p.dw.com/p/1F3Dv
انځور: DW/Yosofi

د افغان چارواکو د څرگندونو له مخې د دغه هیواد پارلماني ټاکنې یو کال ځنډیدلي دي. د ولسمشر محمد اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش په دې وروستیو کې ولسي جرگې ته په وینا کې وویل چې ټاکل شوې ده پارلماني ټاکنې په راتلونکي کال کې ترسره شي.

د اوسني پارلمان د فعالیت قانوني موده د چونگاښ په میاشت کې پای ته رسیږي. د اساسي قانون پر بنسټ افغانستان باید تر هغه وخته پورې ټاکنې ترسره کړي، خو اوس پریکړه شوی ده چې د ولسي جرگې ټاکنې به له یو کال ځنډ سره ترسره شي. تر اوسه پورې څرگنده نه ده چې ولسي جرگه به په دې یو کال کې خپل کار ته ادامه ورکړي او که څنگه؟

د ملي وحدت حکومت باید تر ټاکنو مخکې، په ټاکنیز نظام کې اصلاحات راولي. فیفا په وروستیو کې د ولسي جرگې له ۱۲۵ استازو سره د خبرو اترو له لارې یوه څیړنه ترسره کړی ده. ۶۴ استازو په دغه څیړنه کې له گډون کولو څخه ډډه کړې.

د دغې څیړنې پایلې ښیې چې د ولسي جرگې اکثره غړي په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو غوښتنه کوي. د فیفا بنسټ یوه مسئول محمد یوسف، په کابل کې د دوشنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس ته وویل: «د ټاکنیز سیستم بدلون، په داسې شان سره چې د احزابو د پیاوړي کیدو سبب وگرځي د یوه ډیر مهم ټکي په توگه مطرح شو.»

د دغې څیړنې پایلې ښیې چې د پارلمان اکثره استازي په ټاکنو کې د درغلي کوونکو د قانوني تعقیب غوښتنه کوي. افغان حکومت په دې هکله مشخص حقوقي میکانیزم نه لري او هغو کسانو چې په ټاکنو کې په پراخه پیمانه درغلۍ کړې وې، تر تعقیب لاندی نه دي نیول شوي.

د دغو بررسیو پر بنسټ د ولسي جرگې اکثرو استازو د ټاکنو د شکایتونو په کمیسیون کې د دوو تنو بین المللي کمیشنرانو د موجودیت غوښتنه کړی.

د ټاکنیزو اصلاحاتو پر کمیسیون نیوکې

د ملي وحدت حکومت د موافقتنامې پر بنسټ د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون رامنځته شو. دغه کمیسیون د افغانستان په ټاکنیز سیستم کې نمگړتیاوې په گوته کوي او د اصلاح له پاره یې وړاندیزونه وړاندی کوي. خو فیفا بیا وایي چې دغه کمیسیون سیاسیي جنبه لري او نه شي کولای په ټاکنیز سیستم کې اساسي اصلاحات رامنځته کړي.

د فیفا یوه بل مسئول نعیم اصغري، وویل چې دغه کمیسیون باید بی له سیاسي فشار څخه وکولای شي په ټاکنیز سیستم کې تغیرات رامنځته کړي: «د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون باید خپل اجرأت بې له هر ډول سیاسي او حکومتي فشار څخه په دقیق او بې طرفه ډول ترسره کړي. حکومت باید پر دې کمیسیون فشار وانه چوي.»

دغه ټاکنیز بنسټ د ټاکنو د اصلاحاتو کمیسیون پر ترکیب نیوکه کوي. ټاکل شوې ده چې دغه کمیسیون به د ولسي جرگې غړې شکریه بارکزۍ په مشرۍ خپل کار پیل کړي. خو د دغه کمیسیون د ریاست پر سر د ولسمشر او اجرائیه رییس ترمنځ د نظر اختلاف موجود دي.

ښاغلي اصغري وویل چې دغه کمیسیون د اصلاحاتو له پاره لازم صلاحیت نه لري: «د ټاکنو د اصلاحاتو کمیسیون په ترکیب کې باید تجدید نظر وشي. د کمیسیون د غړو په انتخاب کې باید تخصص او مسلکي والې په پام کې ونیول شي او د کافي صلاحیتونو درلودونکی وي چې اوس دغه صلاحیتونه نه لري.»

افغانستان په پارلماني ټاکنو کې له یوې لویي آزموینې سره مخامخ دی. د ۲۰۱۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې پراخو درغلیو د ټاکنیزو کمیسیونونو اعتبار ته ډیر زیان رسولې دی. خو د دغو کمیسیونونو په مشرۍ کې هیڅ تغیر نه دی راغلې.

ټاکل شوې ده چې دغه تغیرات به د ټاکنو د اصلاحاتو کمیسیون د فعالیت په پایله کې رامنځته شي، چې تر اوسه یې خپل کارونه نه دي پيل کړي. د دغه کمیسیون په هکله د نظر اختلافات هم باقي پاتی دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب