1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فېسبوک د جعلي مطالب پرضد غبرگون ښيي

۱۳۹۵ آذر ۲۶, جمعه

فېسبوک اعلان کړی دئ چي خپلو کاروونکو ته داسي لاري برابري وي چي د درواغو او جعلی خبرونو په برخه کي خپلي اندېښنې له دوی سره شريکي کړي. د دې طرحي پر اساس فېسبوک جعلي اعلانونه او مطالب نه مني.

https://p.dw.com/p/2UN7C
Facebook Datenschutz (Symbolbild)
انځور: picture-alliance/dpa/A. Weigel

فېسبوک شبکې د پنجشنبې په ورځ له درواغو او جعلي خبرونو سره چي د «نيوز فيد» په برخه کي راڅرگنديږي مبارزه اعلان کړه.

د دغي شبکې مرستيال آدم موسيري، د دغه خبر په اعلان سره وويل چي تمرکز پر هغو جعلي مطالبو دی چي نا پيژندلي لېږونکي (Spammer) ئې د خپلو شخصي گټو له پاره په فېسبوک کي خپروي.

دغه طرحه خپلو کاروونکو ته د دې امکان برابروي چي د جعلي خبرونو په اړه فېسبوک ته د درې پړاويز گام پر ځای په دوو مرحلو کي خبر ورکړي. که د دغه شان کسانو شمېر په فېسبوک کي زيات وي، فېسبوک به بيا دغه مطلب د پوښتنو گروېږنو نړيوال انستيتوت «پوينتر» ته لېږي چي رښتنوالی ئې و ارزول سي.

هغه مطالب چي د فېسبوک د کاروونکو له خوا فېسبوک شبکې ته ورکړل سوي وي او رښتنوالی ئې نه وي ارزول سوی، له فېسبوکه نه پاکيږي، بلکي په اصطلاح (disputed) نښاني کيږي، په دې معنی چي د دغه مطلب رښتنوالی شخړه ايز دئ. دغه مطلب بيا هم کاروونکي له نورو سره شريکولای سي، خو هغوی ته به خبر ورکول کيږي چي دغه مطلب شخړه ايز دئ.

دا چي فېسبوک به يو جعلی مطلب څرنگه پيژني، په دې برخه کي به له «ای بی سي» اسوشېتدپرس، Factcheck.org سازمان، پوليتي فاکت او سنوپس سره په گډه کار وکړي. فېسبوک پتېيلې ده چي دغه رسنيزه ډله د خبرونو او مطالبو د رښتنوالي د څېړلو په برخه کي پراخه کړي.

نور مطالب: