1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

قاره یي بالستیک توغندي څه دي؟

۱۳۹۶ تیر ۱۳, سه‌شنبه

شمالي کوریا ویلي دي چې په بریالي توګه یې قاره یې بالستیک توغندي آزمویلی دی. دغه هیواد ادعا کړې ده چې اوس نو د نړۍ د هر هیواد د په نخښه کولو وړتیا لري. خو قاره یي بالستیک توغندي څه ته وایي او تر کوم واټن پورې مزل وهلی شي؟

https://p.dw.com/p/2ftUR
Russland Teikowo RS-24 Jars Rakete
انځور: picture-alliance/dpa

یو قاره یي بالستیک توغندی یا ICBM یو هدایت شوی توغندی دی چې د اتومي سرګلولو د لیږد له پاره جوړ شوی وي. خو دغه توغندي کولای شي چې بل ډول وسلې هم ولیږدوي.

د امریکايي ساینس پوهانو د فدراسیون، په حواله ICBM توغندي لږ تر لږه ۵۵۰۰ کیلومتره واټن ویشتلی شي. د دې فدراسیون په حواله دغه ډول توغندي کولا شي چې په ځینو مواردو کې د ۷۰۰۰ او ۱۶۰۰۰ کیلومترو تر منځ لیرې واټن هم وولي.

روسیه، امریکا متحده ایالات، چین، شمالي کوریا او هندوستان هغه هیوادونه دي چې ویل کیږي قاره یي بالستیک توغندي لري. اسرائیلو هم دغه ډول توغندي آزمویلي دي خو دې هیواد لا تر اوسه پورې د خپلو توغنديو ځایونه نه دي په ګوته کړي دي. امریکا متحده ایالات، روسیه، بریتانیا، فرانسه، هندوستان او چین هغه هیوادونه دي چې قاره يي بالستیک توغندي له اوبتلو څخه توغولی شي.

د شمالي کوریا دولتي تلویزیون د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د لومړي ځل له پاره یې په بریالیتوب سره قاره یي بالستیک توغندی آزمویلی دی. په رپوټ کې راغلي دي چې دغه توغندي په ۳۹ دقیقو کې ۹۳۳ کیلومتره واټن وهلی دی.

شمالي کوریا ویلي دي چې اوس نو په نړۍ کې د هر هیواد د په نخښه کولو وړتیا لري. په پاسیفیک کې د امریکا قوماندې مرکز دغه آزموینه تایید کړې ده خو ویلي دي چې دا یوازې د منځني واټن ویشتونکی توغندی وو چې یوازې د ۳۷ دقیقو له پاره په فضا کې وو. زیاته شوې ده چې دغه توغندي د شمالي امریکا له پاره کوم ګواښ نه دی رامنځ ته کړی.

انځور: picture-alliance/Zuma Press/I. Dudley

قاره یې بالستیک توغندي د نورو بالستیک توغندیو په پرتله ډیر چټک وي او ډیر واټن وهلی شي. د بالستیک توغندیو نور ډولونه میانه واټن ویشتونکي بالستیک توغند (IRBMs)، د منځني واټن ویشتونکي بالستیک توغندي (MRBMs)، د لنډ واټن ویشتونکي بالستیک توغندي (SRBMs) او تکتیکل بالیستیک توغندي (TBMs) دي.

دغه توغندي په بیلابیلو طریقو توغول کیدای هم شي چې په کې د ځمکې لاندې له مرکز څخه، اوبتلونو څخه، لاریو څخه او ګرځنده توغونکو څخه د دغو توغندیو فیرول شامل دي.

شمالي کوریا په وروستیو وختونو کې د خپلو توغندیو آزموینې ګړندی کړې دي. کارپوهان وایي چې دغه هیواد لا څو کاله وخت ته اړتیا لري چې داسې قاره یي بالستیک توغندي جوړ کړي چې د اتومي سرګلولې د لیږدولو وړتیا ولري.

قاره یي بالستیک توغندي د لومړي ځل له پاره په ۱۹۵۰مو کلونو کې د پخواني شوروي اتحاد له خوا په سیمه کې ځای پر ځای شول. امریکا متحده ایالاتو هم تر هغه وروسته په ورته کار لاس پورې کړ. پځوانیو بالستیک توغنديو دقیق اهداف نه شوای ویشتلی او یوازې د لویو اهدافو د په نخښه کولو په موخه کارول کیدای شوای. خو وروسته بیا دغه توغندي عصري شول او اوس کولای شي چې تر ټولو وړوکی هدف هم په نښه کړي. د بالستیک توغنديو نوي ماډلونه تر پخوانیو واړه او سپک دي او کولای شي چې په یوه وخت کې څو ډوله وسلې له ځان سره ولیږدوي. هره وسله بیا په بیلابیلو اړخونو توغول کیدای شي.

په ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه د انځورونو گالري: