1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قاچاقبران د مهاجرو له مجبوریتونو په جنسي برخو کې کار اخلي

آژانسونه/ ک.ص۱۳۹۵ اردیبهشت ۳۱, جمعه

اروپايي اتحاديه وايي چې انساني قاچاق وړونکي د مهاجرو د کړکیچ نه په ګټې اخیستنې سره، له ښځينه مهاجرو او ماشومانو څخه په جنسي دندو کې کار اخلي. په دې برخه کې نایجریایې مهاجري د اغیزمنو مهاجرو د نوملړ په سر کې ځای لري.

https://p.dw.com/p/1IrzN
انځور: picture alliance/empics/D. Lipinski

اروپايي اتحاديه وايي چې انساني قاچاق وړونکي د مهاجرو له کړکیچ څخه په ګټه اخیستني سره، له ښځينه مهاجرو او ماشومانو څخه په جنسي دندو کې کار اخلي. په دې برخه کې نایجریایې مهاجري ښځي او نجوني د اغیزمنو مهاجرو د نوملړ په سر کې ځای لري.

د اروپايې اتحادیې له لورې د پنجشبنې په ورځ په یوه خپور شوي رپوټ کې راغلي چې په دا ډول جرمونو کې د انساني قاچاق وړونکو اصلي موخه ماشومان دي، ځکه هغوی کولای شي ماشومان په سختو کارونو کې په ګومارلو او په مهاجرو کې یې په شاملولو سره په ډیر آسانه توګه له یو ځای نه بل ځای ته ولیږدوي. په رپوټ کې راغلي، هغه مهاجر ماشومان چې په یوازې سره د مهاجرت اوږده سفرونه وهلي، د سفر پر مهال د یو ډول نه یو ډول جنسي او جسمي موخو له پاره اړ ایستل کیږي.

په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې په اغیزمنو مهاجرو کې د ماشومانو تر څنګ د لیبیا له لاري راغلې نایجریایي نجونې او میرمنې هم شاملې دي. رپوټ زیاتوي چې اروپا ته په مسلسله توګه د دغه شان مهاجرو د استولو بهیر لا زور اخیستی دی.

د مهاجرو کړکیچ، قاچاق وړونکو ته د جنسي موخو له پاره یو فرصت

د اروپايي اتحادې د رپوټ له مخې، د تیر کال جنورۍ میاشتي نه تر سپتمبر میاشتي پوري څه د پاسه ۴۳۷۰ تنه نایجریايي نجوني او میرمنې اروپایي هیوادونو ته مخه کړې ده. په داسې حال کې چې له دې یو کال وړاندې یې شمیره ۱۰۰۸ تنه وه.

د مهاجرو په برخه کې د نړیوال سازمان (IOM) په وینا له دغه شمیر میرمنو څخه ۸۰ سلنه یې د انساني قاچاق وړونکو د هوسونو ښکار ګرځیدلي دي. اروپايي کمیسیون چې پر دغه حالت یې خپله خواشیني ښودلې ده ویلي دي چې د انسانانو د قاچاق او تجارت د فوري درولو له پاره د لازمو اقداماتو د ترسره کولو اړتیا لیدل کیږي.

په ۲۰۱۵م کال کې تر یو میلیون زیات مهاجر اروپا ته راغلل چې په هغو کې تر ۸۸ زرو زیات یې یوازې ماشومان ول. د اروپايي اتحادې له خوا د خپور شوي رپوټ له مخې «ماشومان، د انساني قاچاق وړونکو ډلو له پاره تر ټولو ښه او آسانه ښکار دی».

د مهاجرو بحران او د انسانانو قاچاق دوې بېلي موضوعګاني

د رپوټ په حواله که څه هم د ماشومانو قاچاق او د مهاجرو بحران دوې جلا جلا موضوعګاني دي، خو د مهاجرت کړکیچ رامنځ ته کیدل د دې لامل ګرځیدلی چې د ماشومانو د قاچاق بهیر لا زور واخلي.

له ۲۰۱۳څخه تر ۲۰۱۴م کاله پورې ۱۶ زره میرمنې، نارینه او ماشومان د قاچاق شوو انسانو په توګه ثبت او راجستر شوي ول چې دا شمیره د یو کال مخکې په پرتله خورا زیات وو. د رپوټ له مخې د مهاجرو حالاتو ته په کتو اوس اروپا ته د راغلیو مهاجرو د کره شمیرې ترلاسه کول ګرانه خبره ده. خو کوم څه چې په دې برخه کې روښانه دي هغه دا ده چې د قاچاقي مهاجرو له ډلي څخه ۹۷ سلنه یې په جبري توګه د جنسي تیریو په مقصد کارول شوي په داسې حال کې چې دغه کسان سربیره پر دې نورې سختۍ هم ګاللي.