1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قذافي څرنګه ووژل شو

۱۳۹۰ مهر ۲۹, جمعه

که څه هم لا تر اوسه معلومه نه ده چې قذافي څرنګه وژل شوی دی خو تر لاسه شوې ویدیوګانې او د هغه په نیولو کې د ښکیلو کسانو کیسې د قذافي مړینه انځورولی شي.

https://p.dw.com/p/12wIs
تر اوسه هم د فذافي د وژني څرنګوالی نه دي روښانه
تر اوسه هم د فذافي د وژني څرنګوالی نه دي روښانهانځور: dapd

د قذافي د په وینو لړلي جسد انځورونه چې په کې په سر ویشتل شوی و او د پاڅون کونکو لخوا کش کېده، ډیر ژر د نړۍ د رسنیو لخوا په نشر ورسید.

لا تر اوسه پورې هم په دقیقه توګه نه ده ښکاره چې قذافي څرنګه وژل شوی دی، خو هغه ویډیو چې په رسنیو کې د قذافي د مړیني په اړه ښکاره شوه د هغه د مړیني په اړه یوه مفکوره رامنځته کولای شي.

ښایې کله چې قذافي د سیرت ښار ته نږدې ونیول شو، هغه لا ژوندی و. په هغې ویډیو کې چې د رسنیو لخوا نشر شوه، ښودل شوي چې قذافي د یو موټر د بانټ څخه پر ځمکه اچول کیږي.

تر دې وروسته د یوه کس آواز اوچت کیږي چې وایي:

«هغه ژوندی وساتﺉ، هغه ژوندی وساتﺉ.» تر دې وروسته بیا د ډزې غږ اوریدل کیږي او کمره د ثبت څخه وځي.

د لیبیا د منځمهالې ادارې یوه چارواکي رویترز ته ویلي دي:

«هغوی لومړی قذافي ژوندی نیولی و او تر نیولو وروسته یې وژلی دی. ښایې هغه مقاومت کاوه.»

د دغي ویډیو د شتون سربیره هم د لیبیا د منځمهالې ادارې مشر ویلي دي چې قذافي د هغه د پلویانو او پاڅون کونکو د جګړې په ترڅ کې وژل شوی دی. د دغو چارواکو په حواله قذافي په سر کې په مرمۍ ویشتل شوی و.

د دغې ادارې چارواکو ویلي دي چې د قذافي د مړیني امر نه و ور کړل شوی. قذافي هغو کسانو ته چې د ده په وړاندې یې پاڅون کړی و، د «موږکانو» خطاب کاوه خو ۲۷ کلن احمد چې د هغه ځای په مخه کی ولاړ و چې قذافي په کې نیول شوی، وایې:

«هغه مونږ ته د موږکانو خطاب کاوه تاسو وګوری چې هغه خپله د کوم ځای څخه پیدا شو.»

قذافي د اوبو د دوه لویو پایپونو څخه نیول شوی و. په همدې حال کې د لیبیا پاڅوون کونکي هم د قذافي د وروستۍ ورځې په اړه کیسه کوي.

د سهار د لمانځه مخکي قذافي، څو وفادار ساتونکي یې او د پخواني ځواک مشر یې د سیرت د ښار څخه ووتل خو هغوی له دغه ښار څخه ډیر لرې ولاړ نه شول.

د قذافي د موټرو کاروان کې څه نا څه ۱۵ موټره شامل ول. دغه قطار څه نا څه درې کیلومتره د سیرت د ښار څخه لرې د ناټو د هوایي برید لاندې راغی.

د دغه برید وروسته دغه ټول موټرونه له منځه لاړل او په سیمه کې څه نا څه ۵۰ مړي پاتې شول. پاڅون کونکي وایې چې قذافي او څو ساتونکې یې له دغه برید ژوندي راوتلي او د اوبو په لویو پایپونو کې پټ شوي ول.

سلیم بکیر چې د لیبیا د پاڅون کونکو څخه یو دی، وایې چې کله دی سیمې ته ورسېد، نو د اوبو په پایپونو یې ډزې وکړې. هغه زیاتوي:

«د قذافي یو ساتونکی د پایپ څخه بیرون شو او خپله وسله یې ښوروله. هغه ویل چې تسلیم دی. خو کله چې یې زما څیره ولیده نو ډزې یې وکړې. بیا یې ډزې بندې کړې. ښایې قذافي ورته ویلي وي چې ډزې ونه کړي.

دغه ساتونکي بیا وویل: زما ارباب دلته دی هغه زخمي دی. معمر قذافي دلته دی.»

بکیر زیاتوي چې تر دې دې وروسته هغوي ولاړل او قذافي یې له پايپ څخه بهر کړ. دی وایې:

«مونږ ولاړو او قذافي مو له هغه پایپ څخه بهر کړ. هغه ویل: څه خبره ده. څه شوي دي؟»

بکیر زیاتوي چې قذافي د نیول کیدو په وخت کې زخمي و. یو شمېر نورو کسانو چې د قذافي په نیولو کې یې ونډه اخیستې، هم د بکیر کیسه تایید کړې ده. خو یوه بل کس بیا ویلي دي چې قذافي په وروستیو شېبو کې د خپل ساتونکي لخوا ټپي شو.

د لیبیا د منځمهالې ادارې یوه چارواکي بیا ویلي دي چې قذافي د ټپونو له امله په امبولانس کې مړ شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې یوه بل چارواکي چې رویترز سره یې د نوم د نه برننډیدو په شرط خبرې کړي، ویلي:

«پاڅون کونکو قذافي تر نیولو وروسته وهلی او بیا یې وژلی دی. دا جګړه ده.»

تر لاسه شوې ویډیو ښیې چې قذافي د نیول کیدو وروسته ژوندی دی. هغه بیا د قهرجنو پاڅون کونکو لخوا وهل کیږي. په دغو پاڅون کونکو کې یو کس نارې وهي «هغه ژوندی پریږدﺉ» تر دې وروسته د ډزو آواز اوریدل کیږي.

نورې تر لاسه شوې ویډیو ګاني د قدافي مړی ښیې چې د پاڅون کونکو لخوا په ځمکه کش کیږي. خو د دې ټولو سربېره هم د منځمهالې ادارې ځیني چارواکې وایي چې قذافي د ټپونو له کبله مړ شوی دی.

رویترز/ مسعود جهش
کتونکی: نسیم صابر