1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قرغزستان له امريکا سره د ماناس هوايي اډې پر سر خبري کوي

۱۳۹۰ اسفند ۲۵, پنجشنبه

د قرغزستان چارواکي وايي چي دې ته تيار دي چي د امريکا له متحده ايالاتو سره د ماناس د هوايي اډې پر راتلونکې باندي وږغیږي.

https://p.dw.com/p/14KaB
انځور: picture-alliance/dpa

ويل کيږي چي قرغزي چارواکو د امریکا د متحده ايالاتو ددفاع له وزير ليون پنيتا سره د خبرو پرمهال داسي ښوول چي دوی د ماناس د هوايي اډې پر سر خبرو ته تيار دي.

د پينتاگون يوه چارواکي واشنگټن پوست ورځپاڼي ته ويلي دي چي په قرغزستان کي د متحده ايالاتو ددفاع وزير د سفر پر مهال قرغزي چارواکو د همکاریو د پراختيا خبري کولې.

پنيتا قرغزستان ته د خپل سفر هدف دا نه و ښوولی چي هلته به له قرغزي چارواکو سره د ماناس د هوايي اډې په اړه خبري کوي.

له هغه وخت راهيسي چي په افغانستان کي ناټو او امريکايي ځواکونو ته د پاکستان اکمالاتي لار وتړل سوه د قرغزستان د ماناس هوايي اډې ډير ستر رول لوبولی دئ.

د ماناس هوايي اډه په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو د اکمالاتو له پاره ډيره مهمه ده او د امريکا متحده ايالات نه غواړي چي هغه داسي ژر له لاسه ورکړي.

د ماناس د هوايي اډې پر سر له ډير وخت راهيسي خبري رواني دي. په ۲۰۰۹ کال کي د امريکا متحده ايالات په دې و توانېدل چي د ۲۰۱۴ کال د می تر مياشتي پوري دغه اډه کرايه کړي.

ددې هوايي اډې کلنۍ کرايه اوس له ۱۷ ميليونو څخه ۶۰ ميلیونه ته پورته سوې ده.

له ماناس هوايي اډې څخه هر کال ۴۸۰۰ پروازونه تر سره کيږي. او دغه راز له دغي اډې څخه په کال کي شاوخوا ۲۴۰۰۰ جنگي پروازونه تر سره کيږي.

دغه راز له دغه هوايي اډې څخه په کال کي شاوخوا پنځه لکه و اته سوه زره مسافر هم کار اخلي چي هغه يا د افغانستان له لاري او يا هم ددغي اډې له لاري افغانستان ته پروازونه کوي.

مخکي د قرغزستان دولتي چارواکو ددې اډې د بندولو خبره کړې وه او یو وخت ويل کېده چي روسيه تياره چي قرغزستان ته ددو ميلياردو ډالرو په ارزښت پور ورکړي.

ويل کيږي چي له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو له پاره د ماناس هوايي اډه تر ټولو غوره لار ده.

روسيې هم له ناټو سره داسي يو تړون لاسليک کړی دئ چي له مخي ئې له دغه هيواد څخه افغانستان ته د ترانزيت کار اخيستل کيږي.

نيويارک ټايمس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش