1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قريشي: د تندلارو يو شمېر مشران ښايي سوماليا او يمن ته تښتېدلي وي

۱۳۸۹ خرداد ۱۹, چهارشنبه

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير قریشي پخپله مرکه کي وايي،چي زموږ راتلونکي پوځي عملیات به په شمالي وزيرستان کي وي او زياتوي، چي په سويلي وزيرستان کي زموږ پوځي عمليات ډير بريالي و...

https://p.dw.com/p/Nm5g
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شامحمود قريشي د امریکا د بهرنيو چارو د وزيري هيلري کلينټن سره د خبرو پر مهال
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شامحمود قريشي د امریکا د بهرنيو چارو د وزيري هيلري کلينټن سره د خبرو پر مهالانځور: AP

د پاکستان د بهرنيو چارووزير شاه محمود قريشي چي د تيري دوشنبي په ورځ « په آسياکي دګډکار او دمتقابل اعتماد په يوه سيمه ايز کنفرانس کي » دګډون دپاره ترکيې ته تللی،په يوه تلويزيوني مرکه کي ويلي چي

دپنجاب ايالتي حکومت به دتند لاردګواښونو په مقابل کي بيداره وي. او پاکستان به په نژدي راتلونکي کي پر شمالي وزيرستان باندي پوځي عمليات پيل کړي.

هغه ويلي چي د تندلارو ځيني مشران ښايي سوماليا او يمن ته تښتيدلي وي

او دپاکستان او هند ترمنځ دوه اړخيزي خبري په يو نازک تار پوري پيونددي.

قريشي د هغه پوښتني په جواب کي چي پنجاب تر کومه حده د وسلوالو تر تهديد لاندي دي. ويلي دي چي « په دغه ښار کي دتندلارو مليشايي ډلوفعاليتونه په ټيټه سطحه ليد ل کيږي، زه فکر کوم چي ځيني پيښي په لاهورکي سوي چي له امله يې دپنجاب حکومت حالاتو ته ښه ځير دي. او په اغلب ګومان سره تند لاري ډلي او س په دغه ښار کي پر شا تنبول سوي دي.»

په تيره مياشت کي دپاکستان په ختيځ ښار لاهور کي داحمديه د ډلي پر دوجوماتونو باندي د ځانمرګي بریدونو په پيښه کي تر 90 ډير انسانان تلف سوي وچي د پيښي له امله پاکستان سخت تکان خوړلی.

دپاکستان دپخواني لومړي وزير نواز شريف ورور، شاهباز چي د پنجاب يو ستر وزيردي، د پاکستان په خبري رسنيو کي د احمديه د فرقي سره ددغي پيښي له امله په تيره اونۍ کي خپل پيستون ښودلی و او هغوئ ته يې دوروڼو خطاب کړي و.

د پنجاب پر ايالتي حکومت باندي څو واري نيوکي سوي چي نه غواړي په سيمه کي دتند لارو ډلو سره جدي برخورد وکړي. د هغه ډلو سره چي په اصطلا دپاکستاني طالبانو په نامه شهرت لري.

دپاکستان په مرکزي ایالت پنجاب کي ډيری تند لاري ډلي سته چي ددوئ د مبارزې او مقاومت هدف په هند او پاکستان کي غير سوني مسلمانان دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير قریشي پخپله مرکه کي وايي،چي زموږ راتلونکي پوځي عملیات به په شمالي وزيرستان کي وي او زياتوي، چي په سويلي وزيرستان کي زموږ پوځي عمليات ډير بريالي و.

قريشي پخپله مرکه کي وايي، چي دپاکستان هغه پوځي عملیات چي په سوات ملکند او جنوبي وزيرستان کی تر سره سوي،يو شمېر مليشايي لارښونکي يې دي ته اړ کړل چي نورو هیوادونو لکه سومالیا، او يمن ته وتښتي. ځکه دوئ نور د پښتونخوا په قبايلي سيموکي د امن احساس نه کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر قريشي چی داستانبول به غونډه کي يي دافغانستان دبهرنیو چارو دوزير سره هم کتلي دی، وايي چي په دو تيرو کلونو کي چي په پاکستان کي يو دیموکرات حکومت دواګو چاري په لاس کي نیولي د افغانستان او پاکستان اړکي ډېري ښه سوي.

خو له هند سره د افغانستان ددوستۍ او نژدې والي له امله د پاکستان حکومت دا اندېښنه لري، چي کيدای سي پاکستان دلته د دواړوخواو تر محاصري لاندی ونیول سي.

خو بياهم قريشي ويلي، چي په افغانستان کي سوله او ثبات تر ډيره ځايه دپاکستان په ګټه هم ده.

AG/ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل