1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قزاقستان له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخوي

۱۳۹۱ خرداد ۲۴, چهارشنبه

قزاقستان او افغانستان د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یو تفاهم لیک لاسلیک کړ. د دې سند له مخې به د دواړو هیوادونو اړیکې په راتلونکې کې پراخه شي. دا سند د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو له خوا لاسلیک شو.

https://p.dw.com/p/15DMt
انځور: AP

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر قاضي خانوف، چې د اسیا د زړه هیوادونو په نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه کابل ته راغلی دئ، د چهارشنبې په ورځ د ولسمشر کرزي ترڅنګ له یو شمیر نورو افغان لوړ پوړو چارواکو سره ولیدل.

قزاقستان د منځنۍ اسیا یو پر مختللی هیواد دئ چې له روسیې سره ډیرې نزدې اړیکې لري. یو شمیر کارپوهان په دې اند دي چې له قزاقستان سره نزدې کیدل له روسيې سره د نزدې کېدو معنی لري.

ښاغلي قاضي خانوف له خپل افغان سیال زلمي رسول، سره تر کتنې وروسته یوې خبري غونډې ته وویل چې قزاقستان غواړي چې له افغانستان سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخه کړي:

«موږ پر دې فکر کوو چې په افغانستان کې د بنسټېزو پروژو په پلي کولو خپله ونډه زیاته کړو. موږ لیواله یو چې له افغانستان سره د ترانزیت او ترانسپورت په برخه کې هم اړیکې پراخه کړو.»

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې قزاقستان به له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول، په دې خبرې غونډه کې وویل چې په راتلونکې میاشت کې به د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اړیکو د ټینګښت ۲۰مه کلیزه ولمانځل شي:

«قزاقستان هیله لري چې په افغانستان کې د پانګونې ترڅنګ له مرکزي اسیا سره د اورګاډي د پټلۍ، کانونو او بشري قوا په برخو کې مرستې وکړي.»

افغانستان اوس هم له قزاقستان سره پراخه تجازتي اړیکې لري.

اسماعیل شاکر/ کابل
کتونکی: مسعود جهش