1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«قطر ته د افغان بندیانو تسلیمول غیرقانوني کار دی»

عبدالباري حکیم۱۳۹۳ خرداد ۱۲, دوشنبه

افغان حکومت د امریکا پر هغه اقدام باندې نیوکه کړې ده چې له مخې یې د یوه امریکایي د آزادیدو په بدل کې د گوانتانامو پنځه طالب بندیان د قطر هیواد ته تسلیم شوي دي. افغانستان د دغو بندیانو د سمدلاسه «آزادیدو» غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1CALv
انځور: Reuters

قطر ته د گوانتانامو د پنځو تنو افغان طالب بندیانو له تسلیمولو څخه وروسته په کابل کې حکومت د متحده ایالاتو د دغه اقدام پر خلاف ډیر سخت احتجاج کړی دی. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د ولسونو د نړیوالو حقوقو له مخی «هیڅ حکومت اجازه نه لری چې د یوه هیواد زندانیان دریم هیواد ته وسپاري».

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزرات د ویاند مرستیال سراج، دویچه ویله ته وویل چی قطر ته د دغو زندانیانو تسلیمول له متحده ایالاتو سره د یوې پخوانۍ موافقې خلاف چلند دی. هغه وویل: «د افغانستان اسلامي جمهوریت دولت په گوانتانامو او د نړۍ په نورو زندانانو کې د افغان اتباعو له ساتلو سره تل مخالفت کړی دی او هغه یی د هغوی د آزادي د سلبولو په معنی گڼلي دي.»

سراج یادونه وکړه افغان حکومت له دغې تبادلې څخه هرکلی کوي خو «که چیرې د امریکا متحده ایالاتو حکومت دغه افراد د هغوی د خپلې خوښې پر خلاف قطر هیواد ته تسلیم کړي وي نو دا د ټولو نړیوالو قوانیننو خلاف عمل دی».

د گوانتانامو دغه پنځه تنه افغان طالب زندانیان د یوه امریکایي سرتیري په بدل کې قطر ته تسلیم کړای شول چې په بدل کې یې افغان طالبانو امریکایي سرتیری بوو برگدال، چی په ۲۰۰۹ کال یې تښتولی وو د شنبې په ورځ امریکا متحده ایالاتو ته وسپاره. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، وویل چې د قطر حکومت هغه ته ضمانت کړی دی چې له گوانتانامو څخه خوشي شوي بندیان به د متحده ایالاتو «امنیتی گټو» ته تاوان نه رسوي. د قطر اماراتو وویل چې دغه کسان به لږ تر لږه یو کال په قطر کې پاتې کیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزرات د ویاند مرستیال یادونه وکړه چې افغان حکومت د دغو افغانانو د سمدلاسه خوشی کیدو غوښټنه کوي: «افغانستان له متحده ایالاتو او قطر څخه غوښټنه کړې ده چې له دغو کسانو سره د نړیوالو قوانینو او نړیوالو بشري حقونو له مخې د آزادو افرادو په توگه چلند وکړي او د هغوی حقوق خوندي وساتي.»

په عین وخت کې د امریکا کانگرس هم د اوباما پر حکومت نیوکه کړې چې د گوانتانامو له زندان څخه د نوموړو طالب بندیانو خوشي کول د متحده ایالاتو امنیتی گټې له خطر سره مخامخ کړې دی. خو د متحده ایالاتو د دفاع وزیر چک هیگل، چې افغانستان ته یې سفر کړی دی وویل چې د امریکایي سرتیري «آزادي تر هر څه ړومبیتوب لری».

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب