1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"قطر د سولې په بهیر کې له ټولو اړخونو سره غږیږي"

۱۳۹۱ فروردین ۱۶, چهارشنبه

قطر طالبان ته اجازه ورکړې ده چې په دغه هیواد کې یو دفتر پرانیزي. د دغه هیواد چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل چې قطر به د افغانستان د سولې په بهیر کې له ټولو اړخونو سره خبرې اترې وکړي.

https://p.dw.com/p/14XND
انځور: Oliver Lang/dapd

د قطر یوه دولتې تلویزیون د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزیر په حواله ویلي دي چې قطر به د افغانستان د سولې په بهیر کې د افغانستان له ټولو اړخونو سره خبرې اترې وکړي.

هغه دا خبرې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره تر لیدنې وروسته کړي دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول، اوس مهال د قطر په دوه ورځیني سفر بوخت دئ چې د دغه هیواد له چارواکو سره د افغانستان د سولې د بهیر د میکانیزمونو په اړه خبرې اترې وکړي.

زلمي رسول د سه شنبې په ورځ په قطر کې د دغه هیواد له چارواکو سره تر خبرو اترو وروسته وویل چې د افغانستان د سولې بهیر باید د طالبانو او افغان حکومت تر منځ وي. هغه زیاته کړه چې قطر او متحده ایالات کولای شي چې د دغو خبرو اترو له پاره مناسب شرایط برار کړي.

په قطر کې د طالبانو له پاره د یوه دفتر پرانیستل د هغو هڅو له جملې څخه یوه ده چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه ئې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د په لاره اچولو په موخه تر سره کوي. په دې هڅو کې د گوانتانامو له زندان څخه د طالب بندیانو د لیږدول موضوع هم شامله ده.

طالبانو د روان کال په پیل کی اعلان وکړ چې په قطر کې یو دفتر پرانیزي چې له امریکا سره خبرې اترې وکړي. دغې ډلې وویل چې د دغه دفتر له لارې به یوازې له امریکا سره خبرې وکړې نه له افغان حکومت سره.

په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو موضوع په لومړي سر کې افغان حکومت یو څه حیران کړ، خو وروسته ولسمشر کرزي له دې دفتر څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. افغان حکومت تل ټینگار کوي چې د قطر د بهیر په گډون په افغانستان کې د سولې د هر بهیر مشري باید پخپله افغان حکومت وکړي ځو طالبانو لا تر اوسه پورې له افغان حکومت سره خبرو اترو ته غاړه نه ده ایښې.

طالبانو له هغه وروسته له امریکا سره د سولې خبرې اترې وځنډولې چې یوه امریکايي سرتیري د کندهار په ولایت کې د ماشومانو په گډون ۱۶ افغان ملکیان ووژل. خو ځینې رپوټونه شته چې طالبان غواړي دغه خبرې اترې بیا پیل کړی.

اوس مهال پنتاگون له قطر سره دغه هیواد ته د طالب بندیانو د استولو پر سر خبرې اترې کوي خو تر اوسه پورې په دې اړه کومه موافقه نه ده شوې.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض