لاريجاني: پر انقلابي ګارد باندي حملې په سيمه کي امنيت د خاورو ايرو سره برابرکړی
۱۳۸۸ مهر ۲۶, یکشنبهله دغي پيښي څخه د ايران دولتي خبري آژانس، ايرنا رپوټ ورکړ. د فارس خبري آژانس د 40 تر 50 کسان د وژل کيدو خبره کوي. د ايران د پارلمان رييس علي لاريجاني د لوړ پوړو قوماندانانو مړينه په يوي وينا کي چي د تلويزيون له لاري خپريده ، تصديق کړه. لاريجاني وويل دغه حمله په سيمه کي امنيت له خاور او ايرو سره برابروي.
دا حمله د ايران په جنوب ختيځ ولايت سيستان بلوچستان کي چي د پاکستان په پوله کي پروت دي شوي ده. په دغه سيمه کي د تراوسه پوري رپوتونو له مخي، د انقلاب په ساتونکو باندي يواځي منفرد بريدونه کيدل. داسي ښکاري چي په وروستي حمله کي يو شمير قبايلي مشران هم وژل شوي دي.. تر اوسه پوري هيچا د دغه بريد مسووليت په غاړه نه دي اخيستي.
د انقلاب ساتونکي په سيمه کي د قبايلو له مشرانو سره د خبرو اتور لپاره روان ؤو ښايي غوښتل يي چي له هغو سره د سولي خبري اتري وکړي. د ايران د انقلاب ساتونکو کابو دو کاله مخکي د پاکستان په پوله کي له خپل پوليسي ځواک څخه امينتي مسووليت په غاړه واخيست.
د لومړيو اټکلونو له مخي ښايي دا حمله د جندالله نومي ډلي خوا شوي وي چي د ايران خوا تل د يوي تروريستي ټولګي په توګه پيژندل شوي ده. د جندالله او د ايران تر منځ د اخ و ډب تر شا د نورو مسايلو ترڅنګ د سنيانو او شيعيانو تر منځ دښمني او قومي اختلافات دي. سر بيره پردي د نشه يي توکو قاچاق هم نقش لري. ترياک په پاکستان کي کښت کيږي او بيا د ايران له لاري اروپا ته قاچاق کيږي. جندالله له پاکستان څخه فعاليت لري او د نشه یی توکو د قاچاقچيانو د لاس آله ګڼل کيږي.
مخکښي له دي هم دغي تند لاري ي ډلي د ايران په جنوب ختيځ کي د انقلاب د ساتونکو بر ضد او شيعياانو پر تأسيسانو باندي په خونړيو حملو لاس پوري کړي دي. د مي په مياشت کي دغي ډلي د شيعيانو پر يو جومات باندي د يوي حملي مسووليت په غاړه واخيست. په دغي حملي 25 کسان ووژل شول. د دغي حملي په اړه د جندااله 13 غړي محکوم شول. د 2007 کال د فبروري په مياشت کي د موټرو په واسطه يو بمي بريد سره د ايران د انقلاب 11 ساتونکي ووژل شول.
Pfeffer, Kilian/ عبدالباري حکيم
کتونکی. زيارمل