1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لاريون کونکي:د فوکوشیما څخه پند واخلئ

۱۳۹۰ فروردین ۷, یکشنبه

په المان کي اټوم ضد لاريونونه پداسي حال کي کيږي چي د يکشنبې په ورځ په دوؤ ايالتونو راينلانډفالڅ او باډن ويورټمبېرگ کي د ايالتي پارلمانونو ټاکنې تر سره کيږي.

https://p.dw.com/p/RD3t
د منتظيمنو په وينا د څلورو ښارونو په لاريونونو کي دوه نيم لکو انسانانو گډون کړی ؤ
د منتظيمنو په وينا د څلورو ښارونو په لاريونونو کي دوه نيم لکو انسانانو گډون کړی ؤانځور: dapd

په المان کي د اټومي انرژۍ او اټومي بټيو پر ضد په لاريونونو کي د منتظمينو په وينا څه باندي دوه نيم لکو انسانانو ونډه واخيسته. دغه احتجاجونه او لاريونونه چي د شنبې په ورځ د المان په څلورو سترو ښارونو هامبورگ، کولون، برلين او مونشن کي جوړ سوي وه، د پوليسو په وينا پکښي گډون کوونکو شمېر تر دوه نيم لکه څخه ښکاره کم ؤ.

خو جوړونکي يې بيا د اټومي انرژۍ په اړه د المان د تاريخ د تر ټولو سترو لاريونونو خبره کوي.

دغه لاريونونه «د فوکوشيما څخه پند واخلئ: ټولي اټومي بټۍ وتړئ!» تر نامه لاندي د گډون بلنه سوې وه. د لاريونونو په منتظيمينو کي د چاپيريال ساتنې د ټولنو تر څنگ د کارگرو اتحاديې او مسيحي گروپونه شامل ول.

د لاريونونو پر وخت گډونوالو د يوې دقيقې لپاره خاموشي اختيار کړه او د جاپان د زلزلې او سونامي د قربانيانو سره يې خپله خواخوږۍ وښوده.

د برلين و لاريون ته د چاپيريال خواخوږي زرغون گوند پارلماني مشران ريناته کيوناسټ او يورگن ټريټين هم راغلي ول. زرغون هغه گوند دی چي په المان کي د اټوم ضد اوسنۍ فضا څخه تر ټولو زياته گټه پورته کوي.

د المان په پارلمان کي د مخالف گوند د سوسيال گوند پارلماني مشر فرانک والټر شټاين ماير هم د المان پر حکومت نيوکي وکړې.

« هيڅوک د انرژۍ په هکله د المان د حکومت 180 درجې گرځېدلو ته د اعتبار په سترگه نه گوري. دا به د ټاکنو پر پايلو هم اغېزې ولري. له همدې وجې زه په تجسس سره د اونۍ آخري ته په انتظار يم.»

په المان کي اټوم ضد لاريونونه پداسي حال کي کيږي چي د يکشنبې په ورځ په دوؤ ايالتونو راينلانډفالڅ او باډن ويورټمبېرگ کي د ايالتي پارلمانونو ټاکنې تر سره سوي.

د ټاکنو څارونکي اټکل کوي چي د جاپان زلزله او د هغه سره تړلې د فوکوشيما د اټومي بټيو ستونزه به د ټاکنو پر پايلو ژورې اغېزې ولري.

اټکل کيږي چي د زرغون گوند تر څنگ به سوسيال ډيموکراټ گوند هم د يکشنبې په ټاکنو کي ډيري رايي تر لاسه کړي چي وجه يې همدغه د اټومي انرژۍ موضوع ده.

اربوټينا زوران / احمدولي اڅکزی

کتونکی: نجيب الله زيارمل