1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لاريون کوونکي: د فرخندې د قتل عاملان دي محاکمه شي

حسين سيرت۱۳۹۴ فروردین ۳, دوشنبه

د کابل په سلونو اوسیدونکو د فرخندې د قتل په اعتراض کې لاریون وکړ او له حکومته یې د عاملانو د محاکمه کیدو غوښتنه وکړه. په عین وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وایي چې فرخنده بې گناه وه.

https://p.dw.com/p/1EvbM
انځور: DW/H. Sirat

د دوشنبې په ورځ په دغو لاریونو کې ښځو او نجونو داسې نقابونه اغوستي ول چې د فرخندې په وينو رنگ څیره پکښې مالومیده. فرخنده د پنجشنبې په ورځ هغه وخت ووهل او وټکول شوه چې په کابل کې د شاه دو شمشېره زیارت ملایانو وویل چې قرآن کریم یې سوځولی دی. دغه لاریون د ملي پيوستون گوند له خوا رابلل شوی وو.

ویل کیږي چې تر اوسه هیڅ داسې کوم نخښي نښانې نه دي تر لاسه شوي چې وښيي فرخندې، قرآن کریم سوځولی دی. احتجاج کوونکو له ځانه سره شعارونه لیږدول چې د فرخندې قاتلین باید مجازات شي: «موږ د فرخندې د وینې غچ اخلو، موږ د فرخندې د قاتلینو د محاکمه کیدو غوښتونکي یو. د وحشي تندلارو او دیني تجارانو له منگولو څخه انسانیت ژغورو.»

احتجا کوونکي وویل چې حکومت باید د دیني افراطيت مخه ونیسي او پرې نه ږدي چې هر څوک د دین او اسلام په نوم غیر انساني چلن وکړي. په دغه لاریون کې د سهیلا په نوم یوې مظاهره کوونکي وویل چې حکومت له داعش سره جنگیږي او په دې خبر نه دی چې د ارگ په څو مترۍ کې داعش انسان سوځوي: «حکومت د طالب او داعش پر ضد مبارزه کوي، چیري ده هغه دفاع؟ هغه وزارت چې زموږ په نوم جوړ شوی دی، آیا نن له دغه وزارت څخه کوم کس زموږ تر څنگ ولاړ دی؟ چیري دی وزیر او سرپرست وزیر چې نن ورځ زموږ تر څنگ ودریږي.»

د ملیحې، په نوم یوې بلي احتجاج کوونکي وویل، پرې نه ږدۍ چې د فرخندې وینه وچه شي او ټول هغه څوک چې په دغه قضیه کې یې لاس لاره باید مجازات شي: «غواړو ثابته کړو چې د فرخندې وینه وچه نه شي. نن موږ د دې له پاره راغلي یوو چې ټولي نړۍ ته دا په اثبات ورسوو چې فرخنده بې گناه وه. امنیتي ځواکونه چې هلته موجود ول باید د فرخندې د ویني تویدو اجازه یې نه وای ورکړې.»

«موږ باید خجالت وباسو»

په نني لاریون کې یو شمیر سپین ږیرو هم گډون وکړ. د هغوی په خبره د فرخندې وژل یو «وحشیانه او غیر انساني» عمل وو. له دغو کسانو څخه د محراب حسین شیرزاد په نوم یوه کس وویل چې د فرخندې د قتل پر مهال په سونو کسانو په دغه ځای کې حضور لاره خو ولې يې د دغه «جنایت» مخه و نه نیوله؟

دغه سپین ږیري وویل چې د فرخندې وژلو وښووله چې افغانان اوس هم مدني شوي نه دي او تندلاري په آسانۍ سره کولای شي د دین او مذهب له نوم څخه په استفادې سره هغوی د یو بل پر ضد وکاروي: «ټول په دغه قضیه کې شریک دي. حتی د زه هم د یوه افغان په توگه په دې کار کې شریک یم. دا زموږ د کار نتیجه ده چې دغسي یوه خرابه ټولنه مو تربیه کړې ده. طالب زموږ په لاس روزل شوی. داعش زموږ په لاس روزل شوی. دا زموږ گنا ده.»

د فرخندې د قتل پر مهال کوم فيلمونه چې ثبت شوي دي، ښيي چې په لسونو کسان د هغې په وهلو کې برخه اخیستې ده. دغه فيلمونه ښيي چې هر چا د خپل وس فرخنده په سوکانو، لغتو، تيږو او لرگو وهلې ده.

ظالمانه قتل

نعیم په شاه دوشمشېره کې یو دوکاندار دی. هغه د پنجشنبې ورځې د پیښې شاهد دی او پخپلو سترگو یې لیدلي دي چې فرخنده یې څرنگه په ظالمانه توگه ووژله. نعیم وایي چې چیغي شوې چې یوې ښځي قرآن کریم سوځولی دی. خو په وینا یې ده هیڅ لوگی و نه لید چې قرآن دې سوځول شوی وي: «موږ واقعاً نه کوم لوگی ولید او نه سوځیدل. مسلمانان یو او هر څه چې حق دي، هغه باید ووایو.»

دغه عیني شاهد وایي وروسته له هغې چې وویل شول دغي ښځي قرآن کریم سوځولی دی، ټول د شاه دوشمشېره دروازې او پنجرې ورواوښتل. هغه زیاتوي چې په لومړي سر کې پولیسو ممانعت وکړ خو بیا وروسته یې له فعالیته کار واخیست او پخپله پولیسو د نندارچیانو نقش لاره.

د نعیم په وینا قهریدلو خلکو په ډیر شدت سره فرخنده لت او کوب کړه، دوه وار یې موټر پر تیر کړ او په راکشولو سره يې د کابل سیند پر لور یوړه.

ويل شوي دي چې دغو خلکو وروسته له هغه چې فرخندې سا ورکړه، د هغې جسد د کابل سیند ته وروغورځاوه او اور یې ور واچاوه. دغه پيښه د خلکو د عمومي کرکې سبب شوه او د افغانستان پارلمان د یوې اعلاميې په خپرولو سره دغه عمل وغانده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي چې د دوشنبې په ورځ د پارلمان له لوري استجواب شوی وو وویل چې هیڅ داسې نخښه نښانه نه شته، چې فرخندې دي قرآن کریم سوځولی وي. د هغه په وینا ۱۳ پولیس او نور ۱۳ کسان چې د فرخنده په قضيه کې یې لاس لاره، نیول شوي دي.