1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لاریون کوونکي: د فرخندې د استيناف محکمه غیر عادلانه ده

خليل الرحمن اميد / کابل۱۳۹۴ تیر ۱۵, دوشنبه

وروسته تر هغه چې د کابل استناف محکمې د فرخندې د قضیې په تړاو خپله فيصله واوروله نو د کابل ښار ګڼو اوسېدونکو لاریون وکړ. احتجاج کونکو دغه محکمه غېر عادلانه وبلله.

https://p.dw.com/p/1FtVK
انځور: DW/H. Sirat

دغې محکمې د هغه څلورو مجرمینو جزا له اعدام څخه د دوام حبس یا شل کاله بند ته راټیټه کړې چې لمړۍ محکمې په ښکاره توګه هغوی په اعدام محکوم کړي ول.

لاریون کوونکو د شاه دوشمشېره زیارت څخه بیا د ښار تر زړه یا د عمومي باغ تر پله پورې لاریون وکړ او دولت یې د ښځو د حقونو په برخه کې په بې غورۍ تورن کړ. هغوی همدا شان د فرخندې له پاره د عدالت غوښتنه هم کوله.

ورته مهال د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د محکمې پرېکړه تر اوسه نه ده وروستۍ شوې. په دغه خبرپاڼه کې راغلي:« د فرخندې د وژنې پرېکړه په استيناف محکمه کې نه ده وروستۍ شوې. او له سلو پاڼو څخه چې د دې قضیې په اړه باید لیکل شوي وای تر اوسه یوازې اویا پاڼې لیکل شوې دي.»

ورته مهال ولسمشر په یاده خبرپاڼه کې له لاریون کوونکو څخه هم غوښتنه کړې چې د دغې دوسیې په څېړنه کې له زغم څخه کار واخلي تر څو قضايي اورګانونه وتوانیږي په ښه توګه د هغې ټول اړخونه وڅېړي.

«د واسطي له لاري د مجريمينو د تېښتي وېره»

لاریون کووونکو ویل د فرخندې د اصلي وژونکو څخه یوه ته برات ورکړل شوی او درې تنه یې نیول شوي دي. فرخنده هغه پېغله وه چې له دیني خرافاتو څخه یې خلک راګرځول. هغه د نوي ۱۳۹۴ لمریز کال تر لمړۍ نېټي یوه ورځ وړاندې د قران کریم د سوځولو په تور په خورا وحشتناک مرګ ووژل شوه او وروسته یې جسد ته اور واچول شو.

د ملي پیوستون ګوند ویاندې سیلۍ غفار د دوشنبې په ورځ د یاد لاریون پر مهال دا پرېکړه غیر عادلانه وبلله. هغې وویل:« د استيناف محکمې د ارګ په خوښه څلور تنه هغه مجرمین چې په اعدام محکوم و په شل، شل کاله بند محکوم کړل، د ځینو نورو د بند موده یې کمه او لوی شمېر یې خوشي کړل.»

ورته مهال لاریون کونکو دا اندېښنه درلوده چې د نورو ډېرو پېښو په څېر به د فرخندې په قضیه کې هم اصلي مجرمین د واسطې او پیسو په مټ خوشي او دوهمه درجه مجرمین به مجازات شي.

یو تن لاریون کوونکي شفیق وویل عادلانه محکمه نه ده تر سره شوې. هغه وايي د فرخندې قاتلینو له یوې خوا یوه بېګناه پېغله په بې رحمۍ سره وژلې او له بلې خوا یې د افغانستان فرهنګ ته هم په نړیواله کچه زیان اړولی. دی د محکمې د پرېکړې په اړه وايي:« مجرمینو ته چې کومه سزا باید ورکړل شوې وای هغه یې ور نه کړه. له دې څخه معلومیږي چې حاکم نظام په دې قضیه کې شریک دی، یاني کومو کسانو چې فرخنده ووژله په یو ډول نه یو ډول له دولت سره تړلي دي لکه شرف بغلاني او بل او بل. دوی باید د خپل عمل په سزا رسېدلي وی چې ونه رسېدل.»

ورته مهال بیا د فرخندې کورنۍ هم د استيناف محکمې پرېکړه غیر عادلانه بللې او د مجرمینو په مجازاتو کې کموالی یې د خپلې کورنۍ پر وړاندې یو ګواښ بللی.

له نورو سره د فرخندې د برخلیک وېره

هممهال ځینې ښځینه لاریون کوونکې له دې په اندېښنه کې دي چې که چېرې د فرخندې وژونکو ته عادلانه سزا ور نه کړل شي نو د هغوی برخلیک به هم فرخندې ته ورته وي. هغوی وايي سره له دې چې د فرخندې د قاتلینو پر وړاندې بشپړ شواهد شتون لري خو بیا هم د استناف محکمې غیر عادلانه پرېکړه کړې ده.

لاریون کوونکو ټینګار کاوه چي تر هغه به خپلو لاریونونو ته دوام ورکوي چې د فرخندې قضیه په عادلانه توګه نه وي فیصله شوې.

دوی همدا شان پر هغه ځای د یوه څلي د بنسټ ډبره هم کېښوده چې د فرخندې جسد پکې سوځول شوی و تر څو د هغې یاد او عدالت د تل له پاره ژوندی پاته شي.