1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لامیرت د اروپايي ټولنې د پراخېدو مخالف دئ

۱۳۹۱ مهر ۲۲, شنبه
https://p.dw.com/p/16PV3

د المان د مرکزي شورا بوندستگ رئيس نوربیرت لامیرت، په اروپايي ټولنه کي د نورو هيوادونو د شاملیدو مخالفت کړی دئ. لامیرت د ویلت ام زونتاگ نومې المانۍ مجلې سره په خبرو کي ويلي دي چي په اروپايي ټولنه کي د غړو هيوادونو د شمیر د لا زياتیدو ځای نه سته.

د نوموړي په وينا د اروپايي ټولنې لومړيتوب بايد دا وي چي د شته غړو هيوادونو تر منځ اتحاد او نژدیوالې لا چټک او مستحکمه سي. لامیرت زياته کړی ده چي د بلغاريې او رومانيې د غړيتوب څخه بايد دا پند واخيستل سي چي په اروپايي ټولنه کي د کرويشيا د غړيتوب په برخه کې باید عجله و نه سي.