1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لاوروف او کیري ملاقات کوي

۱۳۹۵ شهریور ۱۸, پنجشنبه

د امریکا متحدو ایالاتو او روسیې د بهرنیو چارو وزیران د رپوټونو له مخې په ژنیو کې په یوه ملاقات راضي شوي، څو په سوره کې د داعش پر ضد جگړه کې د همکاریو په هکله خبرې وکړي. په عین وخت کې په حلب کې بمباري ادامه لري.

https://p.dw.com/p/1JxUo
انځور: Reuters/Social Media

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرگي لاوروف او د هغه امریکایي سیال جان کیري، د پنجشنبې په ورځ په ژنیو کې ملاقات کوي، څو په سوریه کې د همکاریو په هکله یوې موافقې ته ورسیږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دواړه مشران په یوه «شخصي ملاقات» راضي شوي دي، څو د تندلارو پر ضد د مبارزې او د سولې د خبرو اترو د پرمختگ په خاطر د یوه تړون په چمتو کولو کار وکړي.

د کیري ویاند دغه ملاقات لا نه دی تائید کړی، خو ویلي یې دی چې په اصطلاح د وروستۍ دقیقي خبرې اترې لا هم روانې دي.

په حلب کې هوایي برید

په عین وخت کې د سوریې په حلب ښار کې د چهارشنبې په ورځ د هوایي بریدونو د ادامې رپوټونه ورکول کیږي. لندن مېشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان ویلي دي چې په حلب کې د سوریایي یاغیانو تر کنترول لاندې برخه او همداشان دغه ځای ته څیرمه یو کلی چې د تندلارې ډلې «اسلامي دولت» تر ولکې لاندې دی، بمبارۍ پکښې لږ تر لږه ۲۴ ملکیان وژلي دي.

همداشان د الباب ښار ته څیرمه د تادف، په سیمه کې هوایي بمبارۍ ۱۴ تنه وژلي دي. د اپوزیسیون د ځایي سرچینو په وینا دغه هوایي بریدونه د ترکي هوايي ځواکونو له لوري تر سره شوي دي. خو دغه معلومات د آزادو سرچینو له لوري نه دي تائید شوي.

کردي او سوریايي یاغیانو الباب ته توجه متمرکزه کړې

الباب د الرای سرحدي ښار په ۳۰ کیلومترۍ کې پروت دی. الرای هغه سیمه ده چې په وروستیو کې ترکي ځواکونو پکښې د اسلامي دولت او کردي ملیشو پر ضد د سوریایي یاغیانو په ملاتړ ځکمنۍ پوځي مداخله کړې وه. دغه ځای ته څیرمه کردي ملیشې هم موقعیت لري او د سوریې حکومتي ځواکونه هم الباب ته نزدې پراته دي.

یاغیان او کردي ملیشې وایي چې الباب ته د ننوتلو هوډ لري. د دغه ښار نیول به کردانو ته دا زمینه برابره کړې چې د سوریې په شمال کې خپل اصلي سیمې له دغه ځای سره وصل کړي.

د زهرجن گاز د استعمالول رپوټونه

لندن مېشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان د چهارشنبې په ورځ د حلب په ختیځ السکاري ولسوالۍ کې د یوه جلا برید رپوټ ورکړی دی چې لږ تر لږه لس تنه پکښې وژل شوي دي. تر دې یوه ورځ د مخه فعالانو د زهرجن گاز د برید رپوټ ورکړی وو چې پکښې ۲۲ تنه وژل شوي وو او تر ۴۰ زیات ټپیان شوي ول.

د کیمیاوي وسلو د څار نړیوالې ادارې ویلي دي چې داسې بریښي چې په یوه هوایي برید کې کلورین گاز استعمال شوی وي.