لاگارد: د اروپا پروژه باید پرته له شرطه پلي شي
۱۳۹۱ خرداد ۲۰, شنبه
د پیسو د نړیوال صندوق مشرې له یو بل سره د اروپايي هیوادونو ارتباط یوازې د پیسو په موضوع کې نه ویني، بلکې د دې تر شا ډیر سیاسي او تاریخي لاملونه هم ویني.
د پیسو د نړیوال صندوق مشرې میرمن کریستینه لاګارد، له یوې المانۍ ورځپاڼې «زود دویچه څایتونګ» سره په مرکه کې ویلي دي: «د اروپا پروژه یو فوق العاده اقدام دﺉ... هغو هیوادونو چې پخوا ئې سره جگړې کولې پریکړه کړې ده چې له یو بل سره یو ځای شي.»
هغې ټینگار وکړ چې سیاستوال د رایې ورکوونکو تر فشار لاندې تل کولای شي چې لنډ مهاله گټې په گوته کړي چې د ملي حاکمیت د پر مختگ لامل گرځي.
د نړیوال وجهي صندوق مشرې ویلي دي چې د اروپا په اوسني مالي بحران کې تر ټولو مهمه موضوع دا ده چې هیوادونه باید پر خپلو مشترکاتو باندې ټینگار وکړي او دا باید یوازې د بودجې او بانکې سیاست په موضوع پورې تړلې نه وي.
هغې زیاته کړه: «د یورو د پولي واحد د ژغورلو له پاره تر سره شوې هلې ځلې د یو شمیر سیاستوالو د اوږد مهاله لید لوري د نه شتون له کبله لږې پایلې لرلي دي.»
میرمن لاگارد د نورو مسائیلو تر څنگ، په مالي بحران کې د پورونو د پخښلو او د اقتصادي مشورو د ورکولو له سیاست څخه ملاتړ کړی دئ. هغې ویلي دي چې د یورو د حوزې د هر غړي پورونه چې له ۶۰ سلنه څخه زیات شي باید د ټولو له خوا تظمین شي.
دا په داسې حال کې ده چې د المان فدرال حکومت نه غواړي چې تر دې ډیر گواښونه ومني. لاگارد پخپله مرکه کې ویلي دي: «موږ باید دغه مودل له نزدې ووینو.» هغې زیاته کړې ده چې د پورونو بخښل مالي بازارونو ته یوه روښانه علامه ده چې اروپا یوه گډه پروژه لري او د دې پروژې غړي غواړي چې هغې ته دوام ورکړي.
دویچه ویله/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض