1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د رفیق حریرې د وژل کیدو محکمه پیل شوه

سید ریاض (دویچه ویله)۱۳۹۲ دی ۲۶, پنجشنبه

د لبنان د پخواني صدراعظم رفیق حریري، تر قتل کابو نهه کاله وروسته د پنجشنبې په ورځ دینهاگ ته څیرمه د شکمنو عاملینو پر وړاندې محاکمه پیل شوه. د لبنان د حزب الله گوند د پنځو غړو پر ضد د هغوی په غیاب کې د اقامې دعوا شوې ده.

https://p.dw.com/p/1Argc
انځور: Mona Naggar

د لبنان اوسیدونکي د دغه هیواد له پاره د ځانگړې محکمې په اړه چې د ملگرو ملتونو له ملاتړ څخه برخمنه ده بېلا بېل نظرونه لري. دغه محکمه د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴ کال د جنوري ۱۶مه) د لبنان د پخواني صدراعظم او سوداگر رفیق حریري د قتل په اړه پیل شوه. یو ۶۲ کلن لبنانۍ کتاب پلورونکی ابو مروان، وایي: «زه دغه محکمه مهمه گڼم، او همداشان د هغې پایلې. عاملین باید پر دې پوه شي چې هغوی به پرته له جزا پاتې نه شي.»

خو د یوه ستر پلورنځي خاوند علي احمد بیا بل ډول نظر لري او وایي: «دا د حزب الله پر ضد یوه امریکایي او اسرائیلي توطیه ده. حزب الله د اسرائیلو پر ضد جگړه کړې او په سویلي لبنان کې یې اسرائیلو ته ماتې ورکړه ده. اوس له دې امله هغوی [حزب الله] ته جزا ورکول کیږي.»

د ۲۰۰۵ کال د فبروري د میاشتې پر ۱۴مه نیټه د حریري د موټرو پر کاروان باندې بمي برید وشو او په دغه پیښه کې ۶۱ کلن سني سیاستوال حریري او نورو ۲۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د سني مشر فواد سینوریا تر مشرتابه لاندې د لبنان د هغه وخت حکومت د ملگرو ملتونو له امنیت شوری څخه وغوښتل چې د دغه قتل د څیړنې له پاره یوه ځانگړې محکمه جوړه کړي. اوس په دغه ځانگړې محکمې کې د حزب الله د پنځو غړو په غیاب کې د اقامې دعوی شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې شعیه مذهبه حزب الله گوند محکمې ته د خپلو پنځو تنو د غړو ورسپارل رد کړي دي او په دې شان د هغو کسانو پر ضد چې د اقامې دعوی شوې د محاکمې پر مهال به یې څوکۍ خالي وي.

په لبنان کې د دغه ځانگړې محکمې په اړه د خلکو نظر د هغوی د سیاسي پلوي توب هنداره ده. ابو مروان سنی دی او د «راتلونکي غورځنگ» چې د رفیق حریري له لوري یې بنسټ ایښودل شوی وو پلوی دی. علي احمد بیا برعکس د حزب الله څخه ملاتړ کوي.

لقمان سلیم چې له دواړو سیاسي گوندونو سره تړاو نه لري په دې باور دی چې دغه محکمه به د لبنان په نوي تاریخ کې یوه مهمه مرحله وي. هغه زیاتوي: «د دې په نظر کې نیولو پرته چې سړی د کوم سیاسي لوري ملاتړ کوي، دغه محکمه به زموږ په سیاسي کلتور کې یوه نوې موضوع رامنځ ته کړي چې هغه د مسؤلیت اصل دی. زه د خوښۍ احساس کوم چې دغه لحظه وینم چې لبنانیان له هغې سره څرنگه چلند کوي. دغه یو ريښتنی امتحان دی.»

لقمان سلیم او د هغه میرمن مونیکا بورگمن
لقمان سلیم او د هغه میرمن مونیکا بورگمنانځور: Monika Borgmann

په عین وخت کې لقمان سلیم خوشبینه نه دی او وایي چې لبنانیان دغه ځانگړې محکمې ته د غچ اخیستنې، توطیې او یا هم دغه هیواد په دوو برخو د ویشلو د سمبول په توگه گوري، یعنې د سنیانو او شعیه گانو تر منځ تقسیم. لقمان سلیم او د هغه میرمن مونیکا بورگمن د لبنان د معاصر تاریخ په روښانولو کې زیات زیار ایستی دی او د خپل هیواد د کورنیو جگړو له پاره یې یوه آرشیف تأسیس کړی دی.

رفیق حریري په لبنان کې د ۱۵ کلنۍ کورنۍ جگړې (۱۹۹۰ – ۱۹۷۵) وروسته د ډیری لبنیانیانو له پاره د دغه هیواد د بیا رغاونې یو سمبول وو. د یوه سوداگر او د سیاستوال په توگه هغه په ځانگړې توگه بنسټیزې پروژې پیل کړې وې. د هغه د مرگه کابو نهه کاله وروسته د سنیانو او شعیه گانو تر منځ یوه داسې کشمکش موجود دی چې تر مخه نه وو. پر دې سربیره د گاونډي هیواد سوریې جگړه هم په کرار کرار لبنان ته غځیږي او په دې ترتیب تر لیرې د سیاسي ثبات اټکل نه کیږي.