1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لس تنه برمته شوي ماين پاکان خوشي شول

۱۳۸۶ شهریور ۱۹, دوشنبه

په افغانستان کې لس تنه ماين پاکان چې په پکتيا کې يرغمل شوي وو بېرته خوشي کړای شول. درې تنه تر اوسه پورې د يرغملگرو په لاس کې دي، خو ښايي چې هغوی به هم ډېر ژر پرېښودل شي.

https://p.dw.com/p/DK8b
ويل کېږي چې يرغملگرو ته د برمته شويو ماين پاکانو په بدل کې پيسې نه دي ورکړل شوې
ويل کېږي چې يرغملگرو ته د برمته شويو ماين پاکانو په بدل کې پيسې نه دي ورکړل شوېانځور: AP
قومي مشرانو د برمته شويو خو‍شي کېدل غوښتي وو او له يرغملگرو سره يې خبرې اترې کړې وې. داسې ښايي چې برمته کوونکو ته به پيسې په بدل کې نه وي ورکړل شوې. ديارلس تنه ماين پاکان تېره اونۍ له ناڅرگندو يرغملگرو له خوا د افغانستان په سويل ختيځ، د پکتيا په ولايت کې نيول شوي وو. طالبانو د دغې کړنې پړه نه ده منلې او وايي چې په دغو پېښو کې لاس نه لري.