1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لس زره انسانان په تېښه کې دي

۱۳۹۱ خرداد ۵, جمعه

د کانګو په ختیځ کې بیا نښتو زور اخیستی دئ. د دغه افریقایي هیواد په شمالي او جنوبي ولایاتونو کې د حکومت او د یاغیانو ترمنځ نوو نښتو په لسهاو زره خلک مجبور کړي دي چي ګاونډيو هیوادونو ته مخه کړي.

https://p.dw.com/p/152P3
انځور: dapd

له کلونو را په دې خوا د کانګو دیموکراتیک جمهوریت د کورنۍ جګړې ډګر دئ. حکومت د یاغیانو پر ضد او یاغیانو د حکومت پر ضد له زور زیاتیو کار اخلی دئ. خو د دوی د خپل منځي نښتو ډیری قربانیان عام ولسي وګړي دي. په تیرو څو اونیو کې څلویښت زره خلک له خپل وطن کانګو، څخه ګاوندي هیواد یوګندا ته تښتیتدلي دي او کابو ۸۰ زره نور د روندا په لور روان دئ. د افریقا په دغه د طبیعی زیرمو شتمن هیواد کې چوپتیا نه لیدل کیږي. ملګري ملتونه د دغه بشري ناورین په اړه اندیښنه لري.

بوسکو تاګاندا، چی په «ترمیناتور» هم مشهور دئ
بوسکو تاګاندا، چی په «ترمیناتور» هم مشهور دئانځور: dapd

د وروستیو نښتو او زور زیاتیو تر شا داسې یو وکړی ولاړ دئ چې له ۲۰۰۸م کال څخه په دنهاګ کې د بشري جرمونو نړیواله محکمه ورپسې ګرځي. دغه کس د یاغیانو مشر بوسکو تاګاندا، چی په «ترمیناتور» هم مشهور دئ نومیږي. نړیواله محکمه تاګاندا په ګڼ شمیر بشري جنایاتو تورن کړی دئ. د هغو په ډله کې له ډله ییز جنسي تیریو څخه د وسلې او له ماشومانو څخه د سرتیرو په توګه کار اخیستل شامل دي.

د نړیوالې محکمې له خوا د هغه د نیولو د امر د صادریدو سره سره تاګندا له کلونو را په دې خوا د کانکو په ختیځ کې د دغه ولایت په مرکز «ګومه» کې پرته له کومې اندیښنې څخه هوسا ژوند کوي. حکومت د دې جرئت نه لري چې د هغه پر ضد عمل وکړي ځکه چې ویریږي چې ښایي د یاغیانو دغه قوماندان له ولسي خلکو څخه په غچ اخیستلو لاس پروې کړي. د دې پر ځای چې حکومت تاګندا نړیوالې محکمی ته وسپاری نوموړی او د هغه د CNDP ملیشه ئې د کانګو په ملي پوځ کې جذب کړل او هغه ته ئې د جنرالي لقب ورکړ.

د اپریل په نیمایي کې د کانګو ولسشمر یوزف کابیلا، په دې فکر کې شو چې «خپل جنرال» تاګندا ونیسي، ځکه چې پر ولسمشر باندې نړیوال فشارونه زیات شول. خو هغه څه چې ئې ګمان کیده او اندیښنه ئې موجوده وه پیښ شو. د تاګندا ټولې ملیشې له ملي پوځ څخه وتښتیدلي او بیرته یاغي شوې. په کلیو او بانډو ئې بریدونه پیل کړل، واړه او زاړه ئې ووژل او پر ښځو ئې پر تیریو لاس پورې کړ. «جنرال» تاګندا همدا څو ورځې مخکې ګواښ وکړ چې که چیرې حکومت د هغه د نیولو هڅو ته دوام ورکړي نو زور زیاتي به هم دوام لري.

د کانگو د جگړې ډیر قربانیان عام خلک دي.
د کانگو د جگړې ډیر قربانیان عام خلک دي.انځور: Reuters

دا به داسې حال کې ده چې نړیواله محکمه د کانګو حکومت ته نوره اجازه نه ورکوي چې د یاغیانو د دغه قوماندان له نیولو څخه لاس واخلي. په دنهاګ کې د نړیوالي محکمې مشرې فاتو بینوسودا، وویل:
«د هغه چا چې د نیولو حکم صادر شوی دئ، هغه باید ونیول شي او نړیوالې محکمې ته وسپارل شي. نور موږ د چا فشارونو ته سر نه ټیټو چې که چیرې د نیولو امر ئې لغوه نه شي، نو هغه به د خلکو وژلو او ربرړولو ته دوام ورکړي. زه فکر کوم چې نړيواله ټولنه او بیا په خاصه توګه هغه کسان چې د بوسکو تاګندا د نیولو له پاره مستقیما مسئولیت لري، باید په دې هکله ښه فکر وکړي چې نور د هغه فشار ته سر ټيت نه کړي.»

په عینې وخت کې په کانګو کې نښتې لا روانې دي. د نوو رپوټونو له مخې د تاګندا ملیشو د حکومت له بل سخت سري دښمن یعنی له FDLR نومو ملیشو سره لاس یو کړی دس. د دغې ډلې ملیشه یي ځواک هم پر بشرې جنایاتو تورن دس.

دویچه ویله/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش