1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کورنیو چارو وزارت لس لوړپوړي چارواکي له دندې ګوښه شول

آژانسونه/ م.ج.۱۳۹۵ تیر ۱۴, دوشنبه

ولسمشر اشرف غني، د دوشنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت لس لوړ پوړي چارواکي «په دنده کې د بې پروایي» له کبله له کاره کوښه کړل. دغه کسان تیره اووني د افغان پولیسو پر بسونو باندې د طالبانو د برید په تړاو له دندې کوښه شوي.

https://p.dw.com/p/1JIUd
Afghanistan Selbstmordanschlag auf Kleinbus in Kabul
انځور: Reuters/M. Harooni

د تیرې اوونې دغه برید ۳۳ کسان ووژل او ۷۹ تنه نور یې ټپیان کړل. ولسمشر غني تر برید وروسته د پیښې د څیړنې له پاره یو کمیسیون جوړ کړ او ټینګار یې وکړ چې کوم افغان چارواکي د تازه فارغ شویو پولیسو د امنیت په نیولو کې تیروتنه کړي وي، نو ورسره به سخت چلن وشي.

له دندې ګوښه شوي کسان د تازه فارغ شویو پولیسو د امنیت نیولو مسوول وو چې اوس تر لومړنیو څیړنو وروسته له کاره ګوښه شوي دي.

تیره اوونۍ طالبانو هغه وخت د تازه فارغ شویو پولیسو پر موټرو باندې ځانمرګي بریدونه وکړل چې هغو د وردکو د پولیسو له اکاډمي څخه د اختر د رخصتیو په موخه کابل ته روان وو.