1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لغمان: افغان سرتیري دوه بهرني عسکر وژلي دي

۱۳۹۱ شهریور ۶, دوشنبه
https://p.dw.com/p/15xAK

په افغانستان کې د آیساف ځواکونو ویلي دي چې د افغان اردو یوه عسکر د افغانستان په ختیځ کې د ائتلافي ځواکونو دوه تنه سرتیري په ډزو وژلي دي. د آیساف ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د افغانستان د ملي اردو سرتیري په ختیځ ولایت لغمان کې نن د آیساف دوه تنه غړي وژلي دي. دغه ویاند زیاته کړې ده چې په جوابي ډزو کې دغه برید کوونکی هم وژل شوی دئ.

د نوموړي برید پړه لا تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستي. څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الین ویلي وو چې د افغان سرتیرو له خوا پر بهرینو سرتیرو باندې ۲۵ سلنه بریدونه په افغان ځواکونو کې د طالبانو د نفوذ له امله رامنځ ته شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې پینټاگون په خپلو لومړنیو څیړنیو کې ویلي وو چې ښایي د دغه بریدونو لس سلنه د افغان ځواکونو په لیکو د طالبانو د نفوذ له امله وي.