1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لندن میشته سازمان: نیمایي خوراکي توکي ضایع کیږي

۱۳۹۱ دی ۲۲, جمعه
https://p.dw.com/p/17Ht0

یوه برتانیاوي سازمان ویلي دي چې هر کال په ټولې نړۍ کې د خوراکي توکو ۵۰ سلنه برخه په کثافات دانیو کې لویږي او نه استعمالیږي.

دې سازمان زیاته کړې ده چې د دغه کار لاملونه د غلطو زراعتي میتودونو کارول، د ځیرمو نه شتون او د ترانسپورتي امکاناتو کمښت دي.

د اټکلونو له مخې په اروپا او امريکا کې د خوراکي موادو مصروونکي خپل نیمايي رانیول شوي محصولات بیرته غورځوي.