1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لندن کي د افغانستان په اړه درې اړخيزه خبري

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۱ بهمن ۱۵, یکشنبه

د بريتانيا لومړی وزير به ديويد کامرون د يکشنبې او دوشنبې په ورځو کي د افغان ولسمشر حامد کرزي او د هغه د پاکستاني سيال آصف علي زرداري سره ليده کاته وکړي. دغه خبري اتري په افغانستان کي د سولي پروسې په اړه دي.

https://p.dw.com/p/17XEa
Afghan President Hamid Karzai, right, and British Prime Minister David Cameron during a meeting in Kabul, Afghanistan, Thursday July 19, 2012. Cameron called on Afghanistan and Pakistan on Thursday to make common cause against insurgents in the two countries' border zone. He spoke in Kabul in a visit aimed at adding British weight to American diplomatic attempts to get Pakistan to become more cooperative in ending the Afghan war. (Foto:S.Sabawoon, Pool/AP/dapd)
David Cameron zu Besuch bei Hamid Karzai in Kabul Afghanistanانځور: dapd

ټاکل سوې ده چي د بريتانيا لومړی وزير به د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جنورۍ ۱۳) ماښام په لندن کي له حامد کرزي او آصف علي زرداري سره وگوري.

کامرون به د دوشنبې په ورځ د دواړو هيوادونو له مشرانو او نورو لوړپوړو چارواکو سره، له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د طالبانو د بيا راتگ د مخنيوي په اړه خبري اتري وکړي.

د بريتانيا د لومړي وزير د دفتر يوه وياند ويلي دي: «دغه خبري اتري د هغه روانو تلاښونو يوه برخه ده چي د افغانستان- پاکستان د اړيکو د تقويې او په افغانستان کي د سولي او پخلايني او سيمي د امنيت له پاره ترسره کيږي.»

د لومړي وزير د دفتر دغه وياند دغه راز زياته کړه: «د لومړي وار له پاره موږ د دواړو هيوادونو سياسي او امنيتي چارواکي د بهرنيو چارو د وزيرانو، لوی درستيزانو، استخباراتي رئيسانو او د افغانستان د سولي د عالي شورا استازي سره راټول کړي دي.»

په کابل کي د درې اړخيزه غونډي انځور
په کابل کي د درې اړخيزه غونډي انځورانځور: picture alliance / Photoshot

د دغه وياند په خبره: «تمه کيږي چي د افغانستان د سولي د پروسې په اړه خبري اتري او په هغه کي د پاکستان او نړيوالي ټولني پر نقش باندي خبري وسي. موږ دغه راز تمه لرو چي افغانان او پاکستانيان د هغي ستراتيژيکي همکارۍ له مخي چي د تيرکال د سپتمبر په مياشت کي لاسليک سوه خپلي همکارۍ نوري هم پياوړي کړي.»

افغان ولسمشر حامد کرزی د شبنې په ورځ په يوه درې ورځني سفر لندن ته تللی دئ. هغه به په دغه سفر کي د بريتانيا له شازاده چارلز سره هم وگوري.

د افغانستان د جمهوري رياست له خوا په يوه خپره سوې بيانيه کي راغلي دي: «په دغه ليدنه کتنه کي به د افغانستان د سولي د بهير د گړندي گولو او له تروريزم سره پر گډي مبارزې باندي خبري متمرکزه وي.»

د پاکستان د جمهوري رياست يوه وياند هم ويلي دي، چي آصف علي زرداري مخکي له مخکي په لندن کي وو.

دا په داسي حال کي چي د بريتانيا لومړي وزير د تير کال د دسمبر په مياشت کي اعلان وکړ چي دغه هيواد به په ۲۰۱۳ کال کي له ۳۸۰۰ څخه تر ۹۰۰۰ پوري خپل ځواکونه له افغانستان څخه راوباسي.

د دوشنبې د ورځي غونډه به له تير کال راهيسي دريمه درې اړخيزه غونډه وي. دوې تيري غونډي د تيرکال په جولای مياشت کي په کابل او په سپتمبر مياشت په نيويارک کي ترسره سوي وې.

د بريتانيا د لومړي وزير دفتر دغه راز ويلي دي :«دغه غونډه طالبانو ته يو روښانه پيغام رسوي، چي اوس د افغانستان په سياسي بهير کي د ونډي اخيستو وخت دئ.»

د کامرون دفتر دغه راز ويلي دي: «لکه څرنگه چي لومړي وزير مخکي روښانه کړې ده، يو باثباته افغانستان نه يوازي د افغانانو، بلکي د سيمي او برتيانيا په گټه دئ.»