لند خبرونه له انځور سره
په ایران کي د ریل گاډو د ټکر له کبله سخته مرگ زوبله اوښتې ده
په ایران کي د دوو ریل گاډو د ټکر له کبله لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل سوي او تر ۷۰ اضافه نور ټپيان سوي او روغتونو ته انتقال سوي دي. درسنیو په حواله دغه پيښه د دامغان او سمنان ښاررونو تر منځ رامنځته سوې ده.
ملگرو ملتو په منځني ختيځ کي ۴،۵ ملیونو مهاجرو ته د ژمي مرستي پیل کړې
د ملگرو ملتونو د مهاجرينو عالي کمیسیاري په سوريه او عراق کی د ۴،۵ میلیونو مهاجرو سره د ژمي په کمک باندي شروع وکړه. دغه سازمان خبر ورکړ چي د سړې هوا له کبله مجموعأ ۱۵ میلیونه سوريایي او عراقي مهاجر او داخلي بې ځایه شوي بیا د یوه سخت ژمي سره مخامخ دي. دغه وضعه په موصول کي د جنگونو د شدیدو له کبله نوره هم خرابه سوې ده چي په نتیجه کي تر اوسه پوري د دغه ښار څخه ۷۰۰۰۰ نور انسانان هم تښتیدلي دي.
دي میستورا د شرقي حلب د ژر نړیدو خبرداری ورکړی
د سوريې له پاره د ملگرو ملتونو ځانګړي استازي ستیفان دي مستورا، د یاغیانو لخوا کنټرولیدونکي حلب برخي د کاملي نړیدو خبرداری ورکړ. دي مستورا آلمانۍ ورځپاڼي «زیود دویچه څایټونگ» ته ویلي دي چي که پر دغه برخه باندې بمباری د اوس په څیر دوام وکړي بیا به نو تر کرسمس پوري د حلب شرقي برخه کاملأ نړیدلې وي. ده د سوريې د واکمن بشارلاسد څخه وغوښتل چي د دغه بحران د یوه سیاسي حل هڅه وکړي.
شټاین مایر د «تسلیحاتو د کنټرول» د نوي پیل غوښتنه وکړه
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شټاین مایر، په نوو ابتکارونو سره په اروپا کي د تسلیحاتو کنټرول غواړي. شټاین مایر آلمانۍ ورځپاڼي «دی ویلټ» ته وویل، چي دی د اروپايي ټولني د بهرنیو چارو له نورو وزیرانو سره په گډه د یوه «نوي پیل» غوښتنه کوي. د ده په خبره د تسلیحاتو کنټرول د اعتماد د رامنځته کیدو، شفافیت او خطر د له منځه تلو منل سوی اصل دی.
فلسطينیانو په اسراييلو کي د اور اچولو تورونه رد کړي
ينیانو هغه تورونه ردکړي دي چي په اسراييلو کي یې سخت اورونه اچولي دي. د فلسطين د PLO د سازمان د اجراییه کمیټې غړي «واصل ابو یوسف» دغه تورونه بې اساس بللي دي ځکه چي وايي، اسراييلي چارواکي غواړي ، عامه ذهنیت د فلسطينیانو پرضد راوپاروي.