لنډ او مهم خبرونه په متن او انځور کي
د آلمان ږغ څخه د سيمي او نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کي دلته کتلای سئ
غزني: لږ تر لږه ۸ افغان پوليس وژل سوي دي
په غزني ولایت کې په بيلو وسله والو بريدونو کي ۸ افغان پوليس وژل سوي دي. د ياد ولايت لوړپوړي پوليس چارواکي اسدالله انصافي ويلي دي چي په اندړ او قرباغ ولسواليو کي د بريدونو په نتيجه کي ۱۵ پوليس ژوبل سوي هم دي. وسله والو طالبانو د جمعې د ورځي د دغو بريدونو پړه په غاړه اخيستي ده. انصافي ويلي چي پوليسو د جمعې په ورځ ۱۷ وسله وال هم وژلي دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي د کډوالو یوه سرمشریزه رابولي
د مدیترانه او اطریش تر غمیزو وروسته د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون په نیویارک کی د مهاجرينو یوه سرمشریزه رابولي. بان ویلي دي، چي دغه سرمشریزه به د ملګرو ملتو دعمومي اسامبلې په څنډه کي د سپټمبر میاشتي پر ۳۰ نیټه جوړه او پر دغه «نړیوال مشکل» باندي به خبري وکړي .هغه زیاته کړې ده، چي د مهاجرينو بحران یو گډ سیاسي حل ته ضرورت لري.
د سوریې د رژیم او یاغیانو تر منځ محلي اوربند مات سوی دی
د دمشق په لویدیځ د سباداني ستراتیژیکي مهم ښار کي اوربند د هغه تر ختمیدو یوه ورځ دمخه مات سوی دی. د سوريې لپاره د بشر د حقوقو دڅارني ادارې د شنبې په ورځ خبر ورکړی دی ، چي د رژیم ځواکونو د لبنان د سرحد سره نژدې د یاغیانو له خوا کنترولیدونکی دغه ښار ویشتلی دی . دواړو خواوو د پنجشنبې په ورځ پر یوه دوه ورځني اوربند باندي موافقه کړې وه، کوم چي د یوې ورځي لپاره نور هم اوږد سوی ؤ.
د اروپا وزیران د ریلونو د تگ راتگ د امنیت په باب سره مشورې کوي
د تالیس په یوه ریل گاډي کی تر شنډ سوي برید یوه اوونی وروسته د اروپا د کورنیو چارو او ترانسپورټ ډیر وزیران نن شنبه ورځ په پاریس کي د ریلونو د تگ راتگ د امنیت په باب سره سلأ مشورې کوي. په دغه لیدنه کتنه کي دا باید توضیح سي ، چي ایا او څنگه مسافرین په سیستماتیک ډول کنټرول کیدلای سي. د جرمني څخه په دغه غونډه کي د کورنیو چارو وزیر توماس دېمیزې او ترانسپورټ وزیرالکساندر دوبرینت برخه اخلي.
دکردي اپوزیسون سیاستوال دترکيې په مؤقتي حکومت شامل دي
د ترکيې په نوې نومول سوي مؤقتي حکومت کي د لمړي ځل لپاره د کردي اپوزیسون دوه سیاستوال هم شامل دي. صدراعظم احمیت داوت اغلو خبر ورکړی دی، چي دکردي پلوه گوند HDP دغه دواړه غړي ، علي حیدر کونچا او مسلوم دوگان د اروپايي ټولني او پرمختیايی چارو وزاتونه په لاس راوړي دي. خو مهم حکومتي پوستونه ، لکه د مالیې او اقتصاد وزارتونه د حکومتي محافظه کاره ګوند AKP په لاس کي پاتیږي.